خبرونهنړۍ

پاکستان : وزيرستان کې ۷ پوځيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان په سرحدي سيمه وزيرستان کې ۷ تنه پوځيان په يو سرتېري بريد کې وژل شوي دي.

د خبرونو په اساس دا بريد په شمالي وزيرستان کې په هغو پوځيانو شوی چې په سيمه کې يې د طالبانو په ضد عمليات پيل کړي وو.

د پاکستاني پوځ د تعلقات عامه شعبې رسنيو ته په ليږل شوي بيان کې پېښه تائيد کړې او ويلي يې دي چې په دې بريد کې يې ۷ تنه سرتېري وژل شوي دي.

يادې ادارې دا هم ويلي چې د ( ضرب عضب ) عملياتو په لړ کې يې له طالبانو سره په شمالي وزيرستان کې درنه نښته کړې، سرتېری بريد هم د دې نښتې په مهال په پوځيانو ترسره شوی.

پوځ ادعا کړې چې په دې نښته کې يې ۱۹ تنه طالبان هم وژلي دي، د بيانيې له قراره په وژل شويو طالبانو کې ۵ تنه مهم قومندانان شامل دي.

د يادونې ده چې د وزيرستان په بيلابيلو سيمو کې د پاکستاني پوځ لخوا د ضرب عضب په نوم عمليات لا هم دوام لري، په دې عملياتو کې تر اوسه پورې ګڼ پوځيان او وسلوال طالبان وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
rehmat jan

د پاکستان پوج یی هم لکه زمونز دمکراتان باده یی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x