افغانستان

د روان کال لومړيو څلورو مياشتو کې ۹۷۸ ولسي وګړي وژل شوي او له ۲۰۰۰ زيات ټپيان دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): افغانستان کې د روانو جګړو، چاودنو او بمباريو له امله د ولسي خلکو مرګ ژوبله د پخوا په پرتله زياته شوې ده.

د ملګرو ملتونو څانګه يوناما په خپل تازه راپور کې وايي، چې د افغانستان جګړو زرګونو افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې او زرګونو کورنۍ يې کډه کولو ته اړ کړي دي.

د يوناما مرستيال مارک براون کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د روان ۲۰۱۵ز کال په لومړيو څلورو مياشتو کې ۹۷۸ ولسي خلک وژل شوي او له دوو زرو زيات ټپيان شوي دي.

مارک براون د کابل ايمرجنسي روغتون د ډاکټرانو له قوله وايي، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د ولسي خلکو مرګ ژوبله پنځوس سلنه زياته شوې ده.

«د جګړې په دې زياتېدونکي حالت کې د بشري مرستو اړتيا تر پخوا ډېره زیاته ده، مګر مرستندويه ټولنې هم د پخوا په پرتله ډېرې په نښه کيږي، چې له امله يې دوی په اسانه نه شي کولای، چې پر وخت خلکو ته خدمت وکړي.»

د مارک براون په وينا په دغسې پېښو کې ډېر لاس د ناقانونه وسله والو وي او حکومت بايد د داسې خلکو د مخنيوي لپاره ګامونه پورته کړي.

د يوناما ياد شوي ماموز ټينګار وکړ، چې جګړو کې د ولسي مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره بايد رسنۍ، مرستندويه ډلې او مدني فعالان په ګډه کار وکړي.

مارک براون پر طالبانو هم نيوکې وکړې، چې تېره مياشت د دوی د پسرلني عملياتو له پيله د هېواد په لر و بر کې د چاودنو او بريدونو له امله هم ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کارپوهان وايي، چې د ولسي خلکو په مرګ ژوبله کې د جګړې دواړه اړخونه مسؤوليت لري او له دواړو لوريو ولسي وګړي قرباني کيږي، مګر د بشري ناورين د مخنيوي دعوه لرونکي ادارې هم بې پرې قضاوت نه کوي، بلکې په خپلو راپورونو او احصاييو کې د يو ملاتړ او بل پلو مخالفت کوي.

د بشري ناورين د مخنيوي يو فعال نن ټکی اسيا سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د بشري ناورين د مخنيوي او بې پرې قضاوت لپاره لومړی بايد بشري ټولنې او يو ناما له خپلې غاړې د نړیوالې جګړې کړۍ وباسي او دوی خپلې پلټنې د خپلو بې پرې منابعو په واسطه وکړي، نو بيا به د دوی خبره هم د منلو وړ وي.

«يوناما بايد د مقاومت له ډلې سره په ګډه د بشري ناورين د مخنيوي لپاره هڅې وکړي او زما په اند طالبان هم دا غواړي، چې د بشري ناورين په مخنيوي کې هر ډول مرستې وکړي او طالبانو په دې اړه يو ځانګړی کميسيون هم ټاکلی دی.»

د بشري حقونو د کميسيون يو غړي د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسيا ته وويل، يو لورته د افغانستان جګړې ته د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې مشروعيت ورکول شوی، بل لور ته له دې سازمان سره د تړليو بشري اوغيربشري ادارو ټول يا اکثر چلوونکې او يا د سر سړي هم د هغو هېوادونو اتباع دي، چې په دغه تجاوزکې مستقيمه او يا غير مستقيمه ونډه لري او د دغو ادارو مرکزي دفترونه هم په همدې هېوادونو کې دي او سربيره پر دې پر دغه سازمان د امريکايي جنګي ايتلافي هېوادونو د څارګرو ادارو اوسياسي څانګو نفوذ هم کوم پټ راز نه دی.

د بشري حقونو د نړيوالې ادارې دغه مامور وايي، چې يوناما د ملکي قربانيانو راپور د افغانستان د بشري حقونو د کميسيون په ملتيا او ايساف په مشوره جوړوي او له همدې امله دغه راپور بې پرې نه شي بلل کېدای.

د بشري حقونو دغه مامور وايي، که يوناما او د بشري حقونو نړیواله اداره په رښتيا د ولسي مرګ ژوبلې د مخنيوي او دقيقو احصاييو په لټه کې وي، نو بايد لومړی خپل بې پرې توب ثابت کړي او د مقاومت ډلې سره په شريکه داسې يوه کړنلاره وټاکي، چې له مخې يې د بشري ناورين مخنيوی ممکن شي او د ولسي قربانيانو دقيق شمېر په ګوته او عاملين په نښه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x