نړۍټکنالوژي

هېکرانو د امريکايي پوځ رسمي ويبپاڼه هېک کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): ناڅرګند هېکرانو د امريکايي پوځ رسمي ويبپاڼه هيک کړې ده.

د امريکايي پوځ وياند وايي، چې هيکرانو د دوی رسمي ويب پاڼه «the army.mil» هېک کړې او د پټو معلوماتو د ضايع کېدو له امله دوی دغه ويب پاڼه د لنډې مودې لپاره بنده کړې ده.

د بشارالاسد پلويانو «سيرين اليکټرانيک ارمي» د امريکايي پوځ د ويبپاڼې د هېک کولو ادعا کړې ده.

تېره اونۍ هم چينايي هېکرانو د امريکايي حکومت ويبپاڼه هېک کړې وه او هغه مهال امريکايي چارواکو اندېښنه څرګنده کړې وه، چې کېدای شي د څلوېښت لکو رسمي مامورينو شخصي معلومات غلا شوي وي، مګر چينايي چارواکو د امريکا دغه ادعا په کلکه رد کړې او د امريکايي چارواکو دغه ډول څرګندونې يې غير مسؤولانه بللې وې.

د امريکايي پوځ د عامه اړيکو مسؤول جنرال ميلکم فروسټ تېره شپه ناوخته واشنګټن کې رسنيو ته وويل، چې دوی خپله ويبپاڼه د دې لپاره بنده کړې، چې نور زيان پېښ نه شي او د امريکايي عسکرو شخصي معلومات څوک ونه تروړي.
امريکايي رسنۍ وايي، چې «army.mil» د امريکايي پوځ يوه مهمه ويبپاڼه ده او د دې ويبپاڼې بندول د ټول امريکايي پوځ لپاره ډېره د شرم خبره ده.

نږدې پنځه مياشتې وړاندې هم د امريکايي پوځ د مرکزي قوماندانۍ پر ويبپاڼې، يوټيوب او ټويټر د اسلامي دولت اعلانونه خپاره شوي وه.

هغه مهال د اسلامي دولت پلويانو اعلان کړی و، چې دوی د امريکايي پوځي افسرانو ادرسونه، ټيليفون شمېرې او د پوځي دندو باره کې معلومات تر لاسه کړي او د وخت په تېرېدو به ترې د خپلو معلوماتو لپاره ګټه پورته کوي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x