fbpx

هرات: دېرش سلنه خلک لا هم د تابعیت تذکرې نه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د هرات ولایت د احصايې ادارې مسوولین وايي چې په دې ولایت کې دم ګړۍ دېرش سلنه خلک د تابعیت تذکرې نه لري.

د دوی په قول د دې سلنې ډېره برخه په لرو پرتو کلیو کې اوسېږي او په وینا يې د تابعیت د تذکرو په اړه نه خبراوی ورکړل شوی او نه يې هم په ارزښت پوی شوي دي.

د دې ادارې مشر ملیا کاکړ وايي چې که څه هم لا هم دېرش سلنو خلکو تذکرې نه دي اخیستې، خو د دوی په خبره دوی هر کال د عامه پوهاوي په برخه کې د تذکرو د ارزښت په اړه تبلیغاتي کمپاینونه لري.

خو ويې ونه ویل چې د دوی له تبلیغاتو سره سره ولې لا هم دېرش سلنه وګړو د تابعیت تذکرې نه دي اخیستې.

د هرات د احصايي ادارې مسوولین په داسې حال کې د تذکرو په اړه پورته احصايه را وړاندې کوي، چې دم ګړۍ د برېښنايي تذکرو پر سر ناندرۍ لا هم روانې دي.

د ګډ حکومت له پیل سره د برېښنايي تذکرو د وېش په اړه دولتي سرچينو بېړنۍ څرګندونې کولې او داسې يې ښوودله چې په څو ورځو کې به په ټول هېواد کې د دې تذکرو وېش پیل شي، خو لا هم د دې تذکرو پر سر ناندرۍ پای ته نه دي رسېدلي.

د ګډ حکومت مسوولین د ملت له اکثریت سره چې د اسلام او افغان کلمې پر موجودیت يې ټینګار کاوه، ژمنه کړې وه، چې د دې تذکرو تر وېش وړاندې به يې له هره اړخه د ولس د ډاډ وړ ګرځوي.

ځينې سرچينې وايي چې د دې تذکرو وېش بې له دې چې وروستی او سم شوی شکل بې له دې نه چې ملت ته وښودل شي، پیل شوی دی او ځينې خاصو سیمو کې د خاصو کسانو له لوري تذکرې ورکول کېږي.

په هېواد کې په علمي، نظامي برخه سربېره د ځان د هویت لپاره هم د تذکرې اخیستل مهم دی، تر اوسه بشپړه نه ده روښانه چې د برېښنايي تذکرو پټ وېش به څومره نورې ناندرۍ وزېږوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د