fbpx

!دولتي ریاستونه که چای خونې

بشیراحمد دریځ

زما د هر ریاست ریس د هرې ټولنې مشر د هر ولس استازی او د هر کور مخکښ نه یوازې دا چې هر څه نه ورته ځان ډېر اړین ښکاري بلکې هر څه د ځان په ګته تماموي .

لیکوال: بشیر احمد دریځ

لیکوال: بشیر احمد دریځ

زه چې د نورو ښارونه ریاستونه وګورم او بیا خپل ښار ته راشم زړه مې درد وکړي وایم کاش تر دې بریده نه وای رسېدای زمونږ د هر ریاست نه چای خونه څه چې سم میلمستون جوړ شوی دی هرې څانګې ته چې ځی یا به د قیطو لوبه وي او یا به یې هم پښې غځولې وي او چایونه به څکي .

ارما ن مې خپل بیچاره ولس ته راځي؛ ولې د داسې خلکو ملاتړ کوي چې هغه ان تر دې خپل دوست او دوښمن هم نه پېژني غواړم لږ له سوژې څخه دباندې شم د ولس ستونزې هم را واخلم زما ولس کله چې چاته رایه ورکړي او که چېرې په چا پسې یو ځل ودرېدل بیا که چېرې همغه سړی دومره ګناوې وکړي چې د یو کلي نه بلکې د یو ولایت رنګه هم بدوي دوی به ورسره په څنګ کې ولاړ وي او ملاتړ به ترې کوي .

که ورته ووایې چې اې ولس ولې داسې کوې ځواب به یې همدا وي چې خدای ته وګوره دا پاک سړی دی او نور که هر ډول دی اوس خو زمونږ مشر دی او یا هم اوس خو زمونږ خپل دی د ماما زوی مې دی د کاکا زوی مې دی، له دې سره سره کله چې هر دولتي ریاست ته ولاړ شې یا به ماما له خوریې سره لږیا وي او یا به هم کاکا له وراره سره هېچرته هم په ریښتیني ډول د چا وړتیا ته ونه کتل شول هر څوک په شناخت او ملګرتیا یو ریاست ته ولاړ شي توپیر نه کوي که وړتیا لري او که یې نه لري خو بس تنها ددې لپاره چې خپل دی نو تر هر ځایه به رسي هغه بیچاراګان چې هګۍ او مستې به یې خرڅولې او ځان تر یوځایه پرې ورساوو هغوی دې کور کې کیني ځکه دا ملک د ملګرتیا ملک دی ان له ولسمشره یې کار په همدې ډول پیل شوی دی کله چې د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې ددې لپاره چې څوک خپه نه شي را ځه خیر دی د یو ولسمشر په ځای دې دوه وي څه توپیر کوي خو چې خلک یې خپه نه شي .

نه پوهېږم دا هېواد به کله په ریښتیني ډول د بیچارګانو غږ اوري او بې وزلو خلکو ته به کار کوي .

د یو چا له خوله د یو ریس خبرې

کله چې یو څوک کوم ریاست ته ځي هغه بیچاره یو سات په دروازه کې ولاړ وي او له هغه وروسته یې که زړه وغوښتل دروازه به ور خلاص کړي کنه بلا یې ورپسې بد یې کول چې دوی یې تر دې ځایه را ورسول بیا چې کله دنننه شي هلته چې بیا ددې زور واکانو خبرې واورې؛ لږ ودرېږه ! زمونږ ریس میټینګ لري اصل به هغه په قیطو او یا هم په ټوکو لږیا وي کله چې له هر څه خلاص شي ورته رابه شي ستړی مه شې هغه هم د ګوتو په سرو، وبښی نو ما یو عاجل میتینګ درلود ژر ژر مو راته کار وایاست چې ځم نور کارونه لرم د بیچاره زوی به ورته وايي ریس صیب ته خو زمونږ خپل وې د همدې لپاره درته راغلم ما ویل که چېرې په دغه کار کې راسره مرسته وکړې …؟

ځه ځه بابا ته له څه خبرې کوې دا کارونه زمونږ له وسې لوړ دي نور دې مخې ته ښه شه دا مې هسې یوه وړه محاوره غوندې تاسو ته وکړه خو دا خبره په ریښتیا چې همداسې ده.
هغه وايي :
دومره بار ته وږه مه ور لاندې کوه چې زور دې پرې نه رسي همدغه زمونږ د ولس ستونزه .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د