افغانستان

طالبان: امريکايان د جنګي جرمونو سر لاري دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو په هېواد کې د امريکايانو وروستیو بريدونو ته په اشاري ويلي چې امریکايان د جنګي جرمونو سرلاري دي.

د «افغان ولس د اشغالګرو پر ژمنو باور نه لري » تر سرلیک لاندې طالبانو پخپله اوونیزه تبصره کې د خوست په علي شېرو کې د بې پیلوټه الوتکي په بريد کې د عامو وګړو شهادت د امريکايانو ستر جنګي جرم بللی او ويلي يې دي چې په دې ټول مخالف او موافق هېوادوال پر دې سره یوه خوله دي چې امريکايان د جنګي جرمونو په سر کې قرار لري.

په دې تبصره کې د بشري حقونو نړیوال څارونکي هم پر دې ملامت بلل شوي چې په بلخ ولایت کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري يې د يوې مؤسسې د کارکوونکو وژنه، وحشت، جنايت او د اندېښنې خبره بللې ده، خو په خوست کې په خونړي بريد يې خوله پټه کړې ده.

طالبانو امريکايان په مکر، غدر او فریب کې په نړیواله سطحه نوموتي بللي او ويلي يې دي چې دوی پر خپل فريب او غدر د «خجالت» احساس هم نه کوي، دوی د نمونې په توګه د افغان جګړې په اړه د امريکا د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما بېلابېلې څرګندونې یادې کړې دي، چې نږدې ټولې يې یو د بل پر ضد ثابتې شوې دي.

تبصره لیکي: «د مثال په توګه د ۲۰۱۴م کال په وروستیو ورځو کې د اشغالګري امریکا رئیس جمهور اوباما د افغان ولس د تېر ایستلو په موخه په خورا قاطعیت او ویاړ سره اعلان وکړ چې زمونږ نظامي ماموریت پایته ورسید، خو تر نن پوري یعني پنځه میاشت وروسته لا هم د دوی جګړې، بمبارۍ او د ملکي خلکو ظالمانه وژنې او ځورونې دوام لري.»

د تبصرې په پای کې د پیغام په ډول ویل شوي دي چې دوی به د بهرنیانو پر وړاندې لا هم خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي، دوی له بهرنیانو او د هغو له ملاتړو سره خپله مبارزه د اشغال د «مکروب» پر ضد «مجربه طبي نسخه» بللې ده او ويلي يې دي چې دا نسخه د « د دښمن د غدر، مکر، دسایسو، ظلمونو او ټولو خطرناکو ویروسونو له خنثی کولو لپاره» کافي ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x