افغانستان

انجينر محمد عاصم د پروان والي وټاکل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د هېواد سيمه ييزو ارګانونو ادارې له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني په امر يې انجينر محمد عاصم د عبدالصير سالنګي پر ځای د پروان نوی والي ټاکلی دی.

خبر پاڼه کې راغلي، چې نوی ټاکل شوی والي لوړې زده کړې لري او د حکومتدارۍ په اړه ډېره تجربه لري او د نوې دندې په اړه يې ورته توصيه کړې، چې

د خلکو ښه خدمت وکړي او د امنيت په راوستو کې جدي ګامونه پورته کړي.

د ښاغلي عاصم پخوانۍ دندې، زده کړو او هويت په اړه رسنيو ته معلومات نه دي ورکړای شوی.

تېره ورځ اشرف غني د خوست پخوانی والي عبدالجبار نعيمي د لغمان د والي په توګه وټاکه.

د لغمان ګڼو اوسېدونکو د ښاغلي نعيمي پر ټاکنه نيوکه کړې او وايي، چې جبار نعيمي په خوست کې په اداري فساد ککړ و او د ولسي جرګې له وکيلانو سره د شخړو له امله له دغه ولايته ګوښه شو او لغمان لپاره هم ترې د ښو تمه نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شهاب

بی سرپوشه دیگ یعنی لغمان هغه چه نور یی ورتی نو زای یی بیالغمان وی
زه دلغمان له وکیلانو غوارم چه لدی مقرری سره په کلکه مقابله وکری اوپریژنژدی که داد په فساد تورن والی دازل دلغمان دخلکو حق وخوری اویاهم د خوست په شان دلغمان دخلکو وینی توی کری

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x