افغانستان

بدخشان چارواکي: له یمګان وروسته څلور نورې ولسوالي له ګوتو وځي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د بدخشان چارواکي وايي چې له یمګان ولسوالي وروسته درې نورې ولسوالي هم له جدي ګواښ سره مخ دي، چې که مرسته ور ونه رسېږي د دولتي ځواکونو له واکه به ووځي.

د بدخشان د سولې کمېټې مشر عبدالواحد خطیبي وايي چې د طالبانو له لوري د یمګان تر نیولو وروسته جرم، کران، منجان او بهارک هم تر جدي ګواښ لاندې دي.

خطیبي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ويلي چې دولت یوازې د ولسوالیو د سقوط ننداره کوي.

د هغه په خبره د یمګان تر سقوط وړاندې د دې ولسوالي مسوولینو پر مرکزي حکومت ډېرې نارې وکړې، خو چا يې غږ وانه وريد.

خطیبي اندېشنه وښوده، چې که بهارک، جرم، منجان او کران ولسوالیو ته پام ونه شي، ډېر ژر به دا ولسوالي د طالبانو د بیرغونو شاهدې وي.

وسله والو طالبانو تېره شنبه د شمالي ولایت بدخشان یمګان ولسوالي له دولتي چارواکو ګوتو ته کړه او امنیتي ځواکونه يې بشپړ له سیمې وشړل.

د بدخشان د سولې کمېټې مشر په داسې حال کې د بدخشان د څلورو نورو ولسوالیو د سقوط اندېښنه څرګندوي، چې دفاع وزارت د یمګان ولسوالي د بېرته نیولو لپاره د عملیاتو خبر ورکړی دی.

د دفاع وزارت مسوولینو ویلي چې تر اوسه يې د دې ولسوالي د نیولو لپاره په پیل شويو عملیاتو کې دوولس طالبان وژلي، خو د خطیبې اندېښنې ته په کتو دولتي مسوولین ښايي د نورو ولسوالیو د سقوط په مخنيوي کې هم پاتې راشي.

تر اوسه وسله والو طالبانو د دې ولسوالیو د واک په اړه څه نه دي ویلي، خو په سرپل ولسوالي کې يې د خلکو په همکاري ګڼ کلي له دولتي عسکرو خالي کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x