افغانستانخبرونه

سرپل کې ۱۷ کلي د دولتي ځواکونو له لاسه وتلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل) : د سرپل ولايت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې ګڼ کلي د دولتي ځواکونو له لاسه وتلي او د طالبانو تر کنټرول لاندې راغلي دي.
د سرپل چارواکي د کليو له لاسه وتل مني خو وايي چې ۱۴ کلي ترې طالبانو نيولي، دوی وايي په سيمو کې د ميشتو محلي ځواکونو قومندانانو له طالبانو سره د يوې معاملې له مخې لاس يو کړی او کلي يې ورته بې له جنګه پريښي دي.
د سوزمه قلعه ولسوالۍ ولسوال حيات الله وايي چې قومندانانو ورته خپلې وسلې تسليم کړې او عذر يې پيش کړی چې نور په سنګر کې د اوسېدلو توان نه لري.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته په لېږلي خبر پاڼه کې د ۱۷ کليو يادونه کړې او ويلي يې دي چې دغه کلي يې د ۳ ساعته جګړې په پای کې په بشپړه توګه نيول کړي دي.
احمدي د نيول شويو سيمو نومونه د دهزار دوکانه ، اکته، قلعه ، ملک ، قضاق ، خانقاه اوزبکیه ، خانقاه افغانیه ، موسی خیل ، قشلاق، اوقاف ، خواجه ، طران ، سرچشمه ، کته قلعه علیا، کته قلعه سفلی ، بویني، سای او قره قروق ليکلي او رسنيو ته يې استولي.
د سرپل چارواکي بيا دغه خبرې يوازي اوازه ګڼي او وايي چې ځواکونه يې تر اوسه پورې دومره توان لري چې سيمي وساتلی شي، ولايتي چارواکې په داسي حال کې دغه خبره کوي چې دفاع وزارت هم د سيمو له لاسه وتل تائيد کړي او ويلي يې دي چې د بيرته نيولو لپاره به يې اقدام وکړي.
د سيمي خلک وايي طالبانو د سوزمه قلعه ولسوالۍ د ګڼو کليو په نيولو سربېره د سانچارک ولسوالۍ يو شمېر کلي هم نيولي دي.
سيمه يزو قومي مشروانو او چارواکو انديښنه څرګنده کړې چې که دولت عاجل اقدام ونه کړي ډير ژبه له سوزمه قلعه علاوه کوهستانات ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته ولوېږي، دوی وايي د کوهستانات ولسوالۍ يوازې ۳ کلي له دولتي ځواکونو سره دي.
يادي سيمي په داسي وخت کې د طالبانو لاس ته لوېږي چې د ولايت په بيلابيلو سيمو کې د دولتي ځواکونو لخوا عمليات هم دوام لري.
قاري يوسف احمدي وايي چې تېره ورځ يې د بادغيس ولايت په سنګ آتش ولسوالۍ کې هم ۴ کلي بالاخاني ، لویه بالاخانه ، چای سنګي او نرو نيولي دي، نوموړی وايي په دې سيمه کې اربکيانو او پوليسو ته پوستې جوړي شوي وې چې تېره ورځ ترې ټولي پوستې او سيمي ونيول شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x