افغانستان

فراه کې د سرحدي پوليسو قوماندان خپل درې ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): فراه ولايت کې د سرحدي پوليسو يو قوماندان خپل درې ملګري وژلي او له پېښې وروسته يې ځان د طالبانو ليکو ته رسولی دی.

د فراه ولايت چارواکي وايي، چې دا پېښه ايران سرحد ته څېرمه جوين ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د چارواکو په وينا په دغه پوسته کې د قوماندان په ګډون شپږو تنو دنده درلوده، چې درې يې د قوماندان له لوري وژل شوي او دوه نور خپلو کورونو ته تللي وو.

د جوين ولسوال غلام الدين د پېښې پخلی کوي او وايي، چې د درې سرحدي پوليسو قاتل قوماندان د طالبانو ليکو ته ورغلی، مګر طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

تېره ورځ د کندهار ولايت خاکريز ولسوالۍ کې هم يو اربکی د خپلو پنځو ملګرو له وژلو وروسته د طالبانو ليکو ته ورغلی و.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمد رسنيو په لېږل شوې خبر پاڼه کې د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې وه، چې دغه اربکی د دوی نفوذي ملګری و او له پېښې وروسته د دوی ملګرو له پوستې خپل مرکز ته رسولی دی.

د نظامي چارو کارپوهان وايي، چې طالبانو د ملي اردو، پوليسو او اربکيانو په ليکو کې خپل نفوذي کسان داخل کړي او وخت پر وخت پر خپلو ملګرو او بهرنيو عسکرو ډزې او بريدونه کوي، چې له امله د امنيتي ځواکونو تر منځ بې باوري زياته شوې ده.

د څارونکو په اند طالبان له خپلو نفوذي ملګرو د داخلي بريدونو تر څنګ د ترصد او معلوماتو تر لاسه کولو لپاره هم ګټې پورته کوي او د ډله ييزو او سرتېرو بريدونو لپاره د خپلو نفوذي ملګرو له معلوماتو استفاده کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x