افغانستان

غور: لسګونو تنو د دولت پر ضد لاریون کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د غور ولایت لسګونو تنو اوسېدونکو د ګډ حکومت پر ضد ورورسته له هغه لاریون پیل کړ، چې د دوی په خبره د اقتصادي ضعف او بې کارۍ پر وړاندې يې حوصله تمامه شوه.

لاریون کوونکو چې «مرګ بر حکومت وحدت ملی» شعارونه يې ورکول، ګډ حکومت پر دې ملامت وباله، چې په نږدې نهه میاشت وخت کې يې هیڅ لاس ته راوړنه نه ده درلودلې.

د لاریون یو تن برابروونکی زمان رفعت وايي چې خلک ورو – ورو پر دولت پاتې باور هم له لاسه ورکوي او په وینا يې د ګډ حکومت مسوولین پر دولتي دندو د خپلوانو د ګمارنې پر سیالۍ بوخت دي.

دوی پر حکومت اعتراض درلود، چې نه يې اقتصادي برخه کې څه کړي دي او نه يې هم د غور ولایت امنیتي وضعیت ته پام کړی دی.

لاریون کوونکو ویل چې د ګډ حکومت له پیل راهیسې د غلا، بې کارۍ او نا امنۍ ګراف مخ پر لوړېدو دی، چې نه يې سیمه ییز مسوولین او نه يې هم مرکزي حکومت په اړه کوم اقدام کوي.

دوی پخپل پرېکړه لیک کې پر دولت غږ کړی، چې په ولس کې د لږ څه پاتې بارو ساتلو لپاره هڅې وکړي کنه د دوی په وینا ټولنیز کنټرول د دولت له واکه په وتو دی.

د غور اوسېدونکي په داسې حال کې د ګډ حکومت پر ضد لاریون کوي، چې تر دې وړاندې هم مدني فعالانو، سیاسیونو او سیاسي مبصرينو ګډ حکومت پخپل تېر کړي وخت یوه ناکامه اداره بللې ده، چې د پړې ګوته يې د اجرايوي او جمهوري ریاستونو اختلافاتو ته نیول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x