افغانستان

اشرف غني کندهار ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د کډ حکومت مشر اشرف غني نن کندهار ولايت ته رسېدلی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ولسشمر اشرف غني د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کندهار ته رسېدلی او هلته يې د ولايتي چارواکو په ګډون ګڼو قومي مشرانو او وکيلانو سره ليدلي دي.

د کندهار ولايت اوسېدونکي وايي، چې امنيتي ځواکونو له بيګا راهيسې خلک د ښار په لارو او واټونو کې نه پرېښودل او دوی نه پوهېدل، چې څه ستونزه ده، مګر نن پوه شول، چې لارې او واټونه د اشرف غني د راتګ له امله بند شوي وو.

تېره اونۍ اشرف غني هرات ولایت ته تللی و او هلته يې د ولايتي چارواکو او قومي مخورو تر څنګ د ۲۰۹ قول اردو له افسرانو سره هم وليدل.

نوموړي نظامي افسرانو سره په خپلو خبرو کې ويلي و، چې د سوک ځواب به په سوک ورکوي.

غني دا څرګندونې د طالبانو د پسرلنيو عملياتو د زياتېدو په ځواب کې کړې وې.
کندهار کې د ولسمشر غني د خبرو جزييات تر اوسه رسنيو ته نه راوتلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x