سمون

لیکوال: دادمحمد ناوک

شفیقه خپلواک له ازادي راډیو سره وايي، چې خپل پخواني کتاب کې يې ذهن خام او د هغه پر پرتله يې شاعري اوس ښه ده.

سړی داسې انګېري چې ګواکې شاعره پخپله پخوانۍ شاعرې پښېمانه ده، ځکه چې پخپله د ذهن پر خامۍ اعتراف کوي، نو مقابل لوري ته به څه ورکړي، خو زه په دې برخه کې په بل نظر یم، زما په فکر هر ډول شاعري/لیکوالي خپل موافقین او مخالفين لري، په ټوله کې موږ په مطلق ډول په هر وخت کې د یو اثر په ښه والي، یا بدوالي سر نه ښورو، د یو اثر په اړه مو حکمونه نسبي وي، ورسره جوخت ښايې هر څومره ټيټ اثر یا هم لوړو اثر خپل تاييدونکي هم لري او مخالفين. مثلاً زما هغه لیکنه چې څو کاله وړاندې مې کړې، او اوس يې چې کله لولم، خوند نه راکوي، خو لا هم داسې خلک شته چې ان هماغه لیکنه ماته د خوند او نمونې په توګه یادوي، په داسې حال کې چې زه يې پخپله پر کمزور سر ښوروم.

د استاد غضنفر د « جادوګر هنر» کتاب په سریزه کې یادونه کړې، چې په دې کتاب کې مې هغه لیکنې بېرته سمې کړې، چې وړاندې مې لیکلې وې او اوس مې يې سمون ضروري وباله، ماته دا پوښتنه را پیدا شوه، چې هغه لیکنه په هماغه وخت کې استاد ته د کاڼي کرښه او ان د نشر وړ ښکارېده، خو اوس يې پر کمزورۍ اعتراف کوي او پخپله يې نیمګړتياوې سموي، نو دا به دا مانا نه لري چې څه وخت وروسته به همدا کتاب « جادوګر هنر» ټول یا هم همدا سمې شوې لیکنې بیا سمون ته اړتیا ولري؟

پورته پوښتنې ته مې له څه فکر وروسته ځوابونه پیدا کړل، دا چې که لیکنه سمون ته اړتیا ونه لری نو یو ډول لیکنه به په ټول وخت کې یو ډول پاتې وي، او په لوی لاس به مو د ټولنې د پرمختګ مخه ډب کړې وي یا به مو د ټولنې په رکود کې مرسته کړې وي، بل دا چې ممکن دا ټول کتاب هم سمون ته اړتیا ولري، یا هغه سمې شوې لیکنې بیا سمون ته ضرورت ولري ځکه چې ټولنه بدلېږي، ذوقونه بدلېږي او په تېره بیا په ادبي مسائلو کې چې ډېره برخه يې نظرياتي اړخ لري په کم وخت کې څه پکې ور اضافه کېږي څه ترې کمېږي، ځينې تايدېږي ځینې چورلټ له منځه وړل کېږي، خو له دې سره په څنګ کې دا وېره هم را سره شوه چې ښه نو موږ کله په یو اثر د «سم» اثر حکم کولی شو، یا يې کله داسې بللی شو چې مثلاً پکې راغلي موضوعات يې درې لسيزې وخت وهلی شي.

دا اندېښنه مې لا پر ځای پاتې ده، خو له دې سمونه مې دا زده کړل چې په هيڅ وخت کې هم په ادبي مسایلو کې مطلقې د کاڼې کرښې نه لرو، ښايي هغه څه چې موږ پرې اوس استدلال کوو، خو پخپله يې لیکوال بېرته په رد کې یو څه ولیکي.

نو د استاد لیکنې، یا د شفیقې خپلواک شعرونه یا زما خپلې هغې لیکنې چې ماته اوس تر وخت تېرې یا هم د قوي سمون وړ ښکاري په هغه ناسم حالت کې هم خپل طرفداران لري، خو ښايي هغه طرفداران که هم ذهني پرمختګ وکړي، پر دې به راسره قانع شي چې دوی وړاندې پر داسې څه استدلال کاوه چې له نیمګړتیاوو خالي نه و. موږ وړاندې روان يو، ټولنه وړاندې ځي، فکرونه بدلېږي، د فکر پر اساس رامنځته شوی تخلیق طبعاً د بدلون په وړاندې خپل ه

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د