
په ټولنيزو شبکو کې د نشرياتو ګټه او زيان
حمدالله دانشمند
هغه کسان چې د اسلام مقدس (پاک) دين ، او دهغه و اصولوته ځانونه ژمن بولي ؛ په ټولنيزو ، او اجتماعي شبکو کې په دوو (۲) برخو وېشو : لومړۍ برخه – هغه کسان دي چې له رسنيز فعاليت نه يې د اسلامي نواميسو، او ديني ارزښتونو د پېوړتيا هڅې ، د هغوئ له حريم نه دفاع ، د الله (ج…) و لور ته بلنه ، د اسلامي امت د صورت او سيرت سمون ، د مظلوم حمايه ، او د ظالم اصلي څېره بربنډول ، او … او… يوځنئ هدف د ی، ياد فعاليت که د نثر او شعر په ژبه ، او که د انځور په مټ تر سره شي ، د غږ په توسط او که د ليک په بڼه وي ؛ دخوښيو ، او برياوو ډک صباوون په واک کې لري ، نه يواځي به يې د دې فاني په غېږ کې د خپلواکۍ ، او رښتينې ازادۍ مقام – کوم چې د اسلام له سپېڅلې دين نه نما او وده کوي – خپل کړی وي ، بلکې د تلپاتې راتلونکې د هوساينې ، او ارام لامل به يې هم وي !
دويمه برخه : – هغه کسان دي چي په يادوشبکو کې يې د ګډون هدف و ناروا ، او ناوړه کړنو ته – کوم چې په کولو يې انسان د الهي بندګۍ حريم ماته وي – وده ، خپلو ديني ، مذهبي ، کلتوري ارزښتونو ته سپکاوی ، او… او …کول دي !. يادو بې ننګه کسانو ته تر معنوياتو ماديات ، تر خپل سيرت ور ته پره دی ، تر اسلامې تګلاره ورته غربې ارزښت لرې ، ژبه ، قلم ، فکر ، يې واړه د شيطاني دسيسو ښکاروي ، عزت يې بايللی ، غيرت يې بايللی ، همت يې بايللی وي ، د ژوند زرينې شېبې يې د سرکش نفس اشباع ته بښلې وي او بس!
نوموړي کسان د الهي لارښوونو ، او نبوي ملغلرو له نظره د فاني ، او سرمدي (تلپاتي) ژوند په اوږدو کي له سختو عواقبو سره لاس او ګريوان کېدای شي (الا ماشاءالله) !
د يادوني وړده چې ستا ښه ، او بد فعاليت د دې تخنکې وسائلو په حافظو ، او ذخيرو کې د تل لپاره خوندي پاتې کېږي چې له مرګه پس به يې هم نتيجه په لاس درشي !
تېر ته په کتو لاندې څو نبوې (ص) ملغلرې سره له “پښتو” شرحي ستاسو مخ ته يږدم نوموړې ليکنه يې په رڼا کې و څارئ !
قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مَنْ سَنَّ فِي الإِسْلامِ سُنَّةً حَسَنَةً فَلَهُ أَجْرُهَا وَأَجْرُ مَنْ عَمِلَ بِهَا بَعْدَهُ مِنْ غَيْرِ أَنْ يَنْقُصَ مِنْ أُجُورِهِمْ شَيْءٌ وَمَنْ سَنَّ فِي الإِسْلامِ سُنَّةً سَيِّئَةً كَانَ عَلَيْهِ وِزْرُهَا وَوِزْرُ مَنْ عَمِلَ بِهَا مِنْ بَعْدِهِ مِنْ غَيْرِ أَنْ يَنْقُصَ مِنْ أَوْزَارِهِمْ شَيْءٌ)) رواه مسلم الترمذي، النسائي، ابن ماجة، أحمد، الدارمي *
ژباړه:پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايې : (چاچې په اسلام کې د نېکۍ بنياد کېښود(ژوندئ کو) نو ده لره ثواب د هغې نېکې هم شته ، او چاچي عمل پرې وکړ له هغه نه هم ده ته اجر رسېږي بې له دې چي د عمل کوونکو
په اجرونو کې کوم کمئ را شي ،او که چا د بدو بنياد (تادو) کېښود (ژوندئ کو) نو دهغه ګناه به په ده بار وي ، او چاچي عمل پري وکړ د هغه له ګناه ځخه هم ده ته څه برخه رسې بي له دې چې د هغوئ له ګناهونو نه څه کم شي .
د پيغمبر – عليه السلام – په وړاندي د “مضر” د قبېلې څو مجاهدين چې په اسلحو پوښلي وه را څرګند شول په داسي حال کي چي لوږې او مسکنت ډېر ځپلي وه مبارک عليه السلام يې په اړه د چندي اعلان وکړ صحابه وو رض په بېړه د ده مبارک امر عملي کړ چې ګوري يوي صحابي له خوراکې توکو ډکه بوجۍ (توشه دان) په زيات محنت ، او ستړې ساه د مبارک – عليه السلام – و مخته کېښوده ، ور پسې نورو صحابه کرامو ورته عمل تر سره کړ ډېر څه غونډ شول ، پيغمبر عليه السلام چې له زياتي خوښۍ نه يې مخ مبارک ځل بل کېده ، نوموړی مبارک حديث وويل:
َقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ((لا تُقْتَلُ نَفْسٌ ظُلْمًا إِلا كَانَ عَلَى ابْنِ آدَمَ الأَوَّلِ كِفْلٌ مِنْ دَمِهَا وَذَلِكَ لأَنَّهُ أَوَّلُ سَنَّ القتل((” رواه البخاري، مسلم، الترمذي، النسائي، ابن ماجة، أحمد
ژباړه: پيغمبر عليه السلام مبارک و فرمايل : يو انسان هم داسي نه وژل کېږي چي د : ادم عليه السلام” و ځوی (قاتل قابل ) ته يې څه حصه له ويني (ګناه) نه نه رسېږي ځکه اول بنيا د (تادو) د قتل هم ده ايښی دی .
نور نو قضاوت په تاسو چې په ټولنيزو شبکو کې څه خپر وئ .
توضیحات لیکونکی ارمان احمدزاي 2015/6/9 دا کلمه زما لپاره بده خبره نده،ځکه دا د پاک الله ج حکم دئ چي هغه رب العالمین دئ او نر ښځیان هم د لوی خدای په حکم پیدا سوي دي.خو زموږ په ټولنه کي دا اصطلاح هغه چا ته اسعتمالیږي چي هیڅ استقامت او هدف نلري او لکه ماش هري خوا ته رغړي.نو بیا خلګ وایې چي دا نه نر دئ نه ښځه.او نوم یې نر ښځی ایږدي. موږ افغانانو نرښځي(اشرف غني) ته رایه ورکړه.وخت تیر دئ او د لاسه مو هیڅ نه کیږي،خو یوازي د زړه بړاس باسو. ډیر دوستان راته لیکي چي”د… نور لوستل »