نظــر

د پوهنې وزارت، که د عطا محمد نور د ملېشو قرارګاه!

پیاوړی ځواک

پوهنه د تیارو لارو رڼا او د روښانه راتلونکي ضامنه ده. هره ټولنه چې غواړي پرمختګ وکړي، تر ټولو لومړی ګام یې دا دی چې په خپل هېواد/ټولنه کې د ښوونې او روزنې سټې وغزوي. تجربو ثابته کړې چې یو هېواد هغه وخت پرمختګ کولی شي، کله چې زده کړې ته د خپلو لومړیتوبونو په لومړۍ کرښه کې ځای ورکړ.

افغانستان د نړۍ د وروسته پاتې هېوادو له ډلې څخه دی، چې د لوستو کسانو کمښت او د زده کړې د کچې ټيټوالی یې د وروسته پاتې کېدو لوی لامل دی. له ۲۰۰۱ کال راپدیخوا نوي نظام د نورو مهمو کارونو تر څنګ ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه وکړه. د پاملرنې دغه مزل په وروستیو ۷ کلونو کې ډېر زیات ګړندی شو؛ خو له بده مرغه چې د اشرف غني تر مشرۍ لاندې په نوي حکومت کې پوهنې وزارت د ټوپکسالارانو او ملېشو په قرارګاه بدل شو. لومړی دا چې د پوهنې نوی وزیر د عطا محمد نور باډي ګارډ (ساتونکی) دی، نه د پوهنې په پرمختګ خبر دی، نه د وزارت په اداره کولو او نه هم د پلان په جوړولو. د نړۍ د دویم نوښتګر دغه نوښت د افغانستان راتلونکې له لوی ګواښ سره مخ کړې. غني یوازې په اقتصادي سکتورنو خپل زور اچولی؛ خو دا یې له یاده وتلي چې د اقتصادي برخې کارکوونکي څه، دی خپله هم د همدې پوهنې وزارت په غېږ کې را لوی شوی.

پوهنې وزارت د خدای پېژندې د اصلي کور په توګه باید له هر ډول جنګسالارانو او ټوپکمارو خالي وي. په تېرو کلونو کې پوهنې وزارت د یو رښتیني اکاډمیک او علمي مرکز په توګه یادیدو، خو اوسمهال که پوهنې وزارت ته له دروازې یو قدم وړاندې ځئ، په هر یو متر کې به مو د ټوپک په زېړبخن میل سترګې لګي. تر ټولو خطرناکه خبره دا ده چې دغه ټوپکوال د هېواد په نظامي درېشیو کې نه ګرځي؛ ټولو ډبل مزاري کالي اغوستي وي، چادر یې له سرو تاو کړي وي او کلاشینکوفونه یې په غاړو کې راځوړند وي.

د عطامحمد دغې باډي ګارډ (بلخي) پرته له دې چې په تشکیل کې کوم خالي ځای موجود وي، په سلګونو ملیشه یي ځواکونه پوهنې وزارت ته راوستل او په وچ زور یې په محافظت او مصوونیت ریاست کې په دندو وګومارل.

که نوی حکومت له دې ملېشو مخنیوی ونه کړي او دا ډول د بل تر حکم لاندې وزیر په پوهنې وزارت کې پرېږدي، ښایي پوهنې وزارت ډېر ژر د عطامحمد له دې وړې قرارګاه څخه په لویه قرارګاه بدله شي، ټول مهمات به همدلته خوندي کړي او له ډېره لنډه ځایه به په ارګ باندې کودتاه پیل کړي.

نو د ولسمشر لپاره لومړی دا په کار ده، چې د پوهنې وزارت پر څوکۍ یو وړ او مسلکي کس په دنده وګوماري. پوهنه وزارت د افغانستان د پرمختګ بنسټ جوړوي او له هر بل سکتور څځه باید پوهنې ته ډېره پاملرنه وشي. دویمه موضوع دا چې پوهنې وزارت دې هېڅکله دې جنګسالارانو او داړه مارانو منګولو ته نه اچوي. که د عطامحمد باډي ګارډ په پوهنې وزارت کې پاتې شي، ډاډه یم چې هم به د زده کړو په برخه کې ټولې لاسته راوړنې له لاسه ورکوو او هم به په ارګ باندې له همدې وزارت څخه د کودتاه پلان جوړېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x