افغانستان

سمنګان کې سېلابونو مالي او ځاني زيانونه اړولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): سمنګان ولايت کې ورښتونو او سېلابونو لسګونو کورونه او پټي زيانمن کړي دي.

د سمنګان ولايت چارواکي وايي، چې تېره ورځ ناوخته خرم سارباغ، روی دواب او دره صوف ولسواليو کې د تېزو ورښتونو او سېلابونو له امله لسګونو کورونه او ګڼې کرهنيزې ځمکې ويجاړې شوي دي.

د يادو ورښتونو له امله تر اوسه د يو سړي د مړينې خبر ورکول شوی دی.
د دره صوف ولسوال فخرالدين مبارز وايي، چې سېلابونو او ورښتونو ګڼ کلي زيانمن کړي او يو شپون يې هم وړی دی، چې مړی يې د بلخ ولايت کشندې ولسوالۍ کې تر لاسه شوی دی.

د ولسوال په وينا سېلابونو ګڼ پټي او کورونه هم نړولي، مګر د اوښتو زيانونو کره شمېر نه دی ور معلوم او په دې اړه يې پلټنې پيل کړي دی.

د خرم سارباغ ولسوال عبدالله مجاهد وايي، چې سېلابونو او ورښتونو دې ولسوالۍ کې شاوخوا لس کورونه، کرهنيزې ځمکې او حاصلات له منځه وړي دي.
چارواکي همدا رنګه وايي، چې روی دواب ولسوالۍ هم سېلابونو ګڼو خلکو ته مالي زيانونه اړولي دي.

سمنګان کې طبعي پېښو سره د مبارزې رييس رجب علي رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې څلورو واړو يادو شوو ولسواليو کې ورښتونو او سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي، مګر د اوښتو زيانونو په اړه کره معلومات نه لري او د پېښو د څېړلو لپاره يې يو پلاوی ټاکلی دی.

تېره مياشت هم خرم سارباغ ولسوالۍ کې ورښتونو شاوخوا پنځوس کورونه او ډېرې کرهنيزې ځمکې ويجاړې کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x