
د باميانو استازي دې ولایت ته ټاکلی شوی والي نه مني
نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت د دواړو مشرانو پر اختلاف سربېره په ولسي جرګه کې د باميانو د خلکو استازي هم د دې ولایت لپاره ټاکل شوی والي نه مني.
په ولسي جرګه کې د باميانو د خلکو استازي وايي چې د ګډ حکومت د مشرانو له جوجاړي وروسته دې ولایت ته د طاهر زهیر معرفي کېدل یوه خطا ده.
صفورا ایلخاني، سید فکور بهشتي، عبدالرحمن شهیدانی او محمد اکبري په یوه خوله راټول شوي او د بامیانو ولایت په دروازه کې يې اعتراضيه خېمه وهلې ده.
ګډ حکومت د روانې میاشتې په لومړیو کې هر مشر څلور – څلور والیان معرفي کړل، چې له موقتي خپل منځی اختلاف وروسته د باميانو استازیو مخالفت وکړ او دې ولایت ته د طاهر زهیر معرفي يې له بامیانوالو سره زیاتی وګاڼه.
د دوی په خبره دغه معرفي شوی والي مناسبه کاري سابقه نه لري، ځکه خو به دوی تر هغو د ولایت مخې ته خپله خېمه وهلې وي، چې تر څو د ګډ حکومت مشران د دې والي د معرفي فرمان بېرته واخلي.
په ولسي جرګه کې د باميانو د خلکو دغه استازي د ور معرفي شوي والي د زده کړو پر اسنادو هم شک لري، چې په پلازمېنه کابل کې يې د ایران له لوري تمویلوونکي کاتب خصوصي پوهنتون څخه په ټولنپوهنه کې ماسټري اخستې ده.
خو په مشرانو جرګه کې بیا د باميانو سناتور قیص وکیلي بیا وايي چې د طاهر ظهیر مخالفين خپلې فردي ګټې لري او په خبره يې د باميانو د ولس غم ورسره نشته، د ده په خبره ظهیر نه په زده کړو کې او نه هم په کاري سابقه کې کومه ستونزه لري.
د ګډ حکومت مشرانو تر اوسه د باميانو د استازیو د دې غبرګون اړوند څه نه دي ویلی، خو دې استازیو د والي د ور معرفي په ورځ هم خپل مخالفت وښود چې عبدالله عبدالله او اشرف غني پرې خوله پټه کړه.