افغانستان

کندهار: د اشرف غني سفر د يوې حاملې مېرمنې د مرګ سبب شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): کندهار ته د اشرف غني د سفر په پلمه په دې ښار کې لويې لارې د ترافيکو پر مخ تړلې وې، چې پکې یوه حامله مېرمن د لويې لارې په منځ کې د خپلو دردونو له امله مړه شوه.

کندهار ته د ګډ حکومت د مشر اشرف غني د سفر لپاره د امنیتي خونديتوب په پلمه له تېرې یکشنبې راهیسې په ښار کې پر موټرسایکلو بندیز او موټرې له سختو پلټنو سره مخ کېدلې.

نن چې اشرف غني د یو پلاوي په ملتیا کندهار ته ورسید، د کندهار ښار لويې لارې تړلې وي چې د یوې حاملې مېرمنې خپلوانو غوښتل تر روغتونه ځان ورسوي، خو امنیتي ځواکونو يې مخه نیوله.

د مېرمنې خپلوان وايي چې دوی امنیتي مسوولینو ته ډېرې زارۍ وکړې، خو هغوی همدا دلیل درلود، چې دوی ته همداسې امر شوی، چې په هیڅ صورت هیڅوک هم باید ښار ته له موټر سره لاړ نه شي.

دوی وايي چې غوښتل يې خپل ناروغ تر میرویس روغتون پورې ورسوي، خو د امنیتي ځواکونو د سخت مخالفت له امله د دوی ناروغ د سړک پر سر مړه شوه.

د اشرف غني د سفر د امنیتي تدابیرو په پلمه، په کندهار ښار کې هوټلې، درملتونونه، دوکانونه، پوهنتونونه او ښوونځي تړلي وو.

له نوموړي سره په دې سفر کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني، د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي او د بهرنیو چارو وزیر حکمت خلیل کرزی هم ملګري دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شهاب

دمفکر له لاسه همدومره کیدل زکه توپک خودی نشی گزولی چه خلک پری …………

احمد

دا خو په ریښتیا هم ښه کار نه دی شوی، دې میرمنې ته الله مغفرت وکړي. خو زما ګیله د اسلام له ټیکه دارانو هم ده چې که دوی په خپل کلي، کور او ولس کې روغتون یا کلینیک پریښودی او ډاکتر او انجینر یې نه وژلی نو نن به د دې پښتې خور دا حال نه وای. لږ ریښتیني واوسئ.

امین داعی

دا که دی ځان د افغانستان ولسمشر بولی نو ولی راڅخه پټیږی باید راووځي او که ځان پردی ګڼي نو بیا خو زموږ په رایو را غلی دی نو لوی غل دی باید د هیواده ووځي، هغه زاری چی یی کولی هغه یی هیری سولی

gulbadin

د اشرف سحه نوره هیس ګیله ما کوی
اشرف د ځان واک هم نه لاری
حو پوښتانه په پښتو ولاړی دی او په پښو به هیڅ وحت ونه داریږی
زکه چی د پښتو حدمت کوی نه زان
دعه لوی عل به مونګ ته هیڅ وحت حدمت ونه کړی
تر او سه یی کابینه نده مغلومه والیان یی تر اوسه ندی معلوم د
الله تعالی سحه نور د قیامت راتلل عواړم
چی حساب کتاب شروع شی

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x