افغانستان

حيات الله حيات د ميدان وردګو والي وټاکل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): حیات الله حیات د عبدالمجيد خوږياڼي پر ځای د ميدان وردګو د والي په توګه وټاکل شو.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې حیات الله حیات نن رسماً د ميدان وردګو والي وټاکل شو.

خبر پاڼې د حیات الله حیات د کاري سابقي او زده کړو اړوند کره څه نه دي ويلي خو په ډاګه کړې يې ده چې نوموړی لوړې زده کړې او په حکومتي چارو کې کافي تجربه لري.

تر دې وړاندې معصومه مرادي د میدان وردګو د والي په توګه معرفي شوه، چې د میدان وردګو د اوسېدونکو له توند غبرګون وروسته د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې دا یوه لیکنۍ غلطي وګڼله او ويې ویل چې مېرمن مرادي د میدان وردګو د والي په توګه نه؛ بلکې د دایکندې د والي په توګه ټاکل شوې ده.

یاده دې وي ګډ حکومت په داسې حال کې په مساوي ډول د والیانو د ټاکلو لړۍ پیل کړې، چې په ګڼو ټاکل شویو والیانو د ولایاتو اوسېدونکو له هغوی سره مخالفت ښوودلی دی.

د لغمان ولایت اوسېدونکي د عبدالجبار نعیمي په ټاکنه ناخوښ دي او په ولسي جرګه کې بیا د بامیانو استازي دې ولایت ته د طاهر زهیر ټاکنه یوه غلطي بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x