افغانستان

پژواک: کابل کې شراب ښکاره پلورل کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د هېواد په پلازمېنه کابل کې په رڼا ورځ له ګنو هټیو نه د شرابو بوتلې وځي چې نشه ځوانان يې بیا هيڅ اخلاقي بريد ته پام نه کوي.

پژواک خبري اژانس په یوه تحلیلي راپور کې ویلي چې د دوی همکارانو په کابل کې داسې شواهد راټول کړي چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې ډول -ډول شراب ښکاره پلورل کېږي.

سرچينه وړاندې زیاتوي چې د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند په ګلفروشۍ کوڅه کې او د درېیمې ناحيې اړوند په څلورمه کارته کې ښکاره شراب پلورل کېږي، چې دولتي امنيتي مسوولین ورسره یوه خوله دي.

پژواک د یو شرابي له خولې لیکي چې یوازې په نوي ښار کې د دېرشو شاوخوا دوکانونو کې شراب خرڅېږي، پر دې سربېره په تایمني، قرغه او د ودونو هوټلونو ته څېرمه دوکانونه کې هم بې له کوم مزاحمته دغه سوداګري روانه ده.

د سرچينې په قول د دوی همکار د شرابو پر داسې پلورونکي برابر شوی، چې بې له کومې وېرې په پوره ډاډ ورته خبرې کوي: «دا مهال له موږ نه څو دفترونه او شرکتونه شراب وړي او له ډېرو سره يې تړونونه لرو او کله چې له موږ څخه شراب وغواړي څومره چې وي، د هغوى ادرس ته يې ور رسوو.»

د همدې پلورونکي د معلوماتو له مخې په کابل کې کورني او بهرني دواړه ډوله شراب ازاد پلورل کېږي، چې یو بوتل يې له ۳۵۰ افغانیو نه تر ۷۰۰۰ افغانیو پورې قیمت لري، چې اخیستونکي يې هم د خپل وس او رتبې په اندازه اقدام کوي.

پژواک په داسې حال کې پر پلازمېنه کابل سربېره د بلخ په مزار شریف او د ننګرهار په جلال اباد کې د الکولي مشروباتو د ازاد پلور په اړه خپل تحقیقي راپور خپروي، چې څو ورځې وړاندې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي عبدالقادر ځاځي په پلازمېنه کابل کې د نشو او فحشا په ډېرښت خواشيني څرګنده کړه.

ځاځي د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د روانې میاشتې په ۱۳مه «کابل کوزین» هوټل د فحشا مرکز یاد کړ او ويې ویل چې ان له تاجکستانه ورته نڅاګرې راوستل کېږي او په افغان ځوانانو پکې پرېمانه شراب پلورل کېږي.

د «کابل کوزین» هوټل مسوول عبدالله پښتونیار پژواک ته منلې، چې دوی خپل دې هوټل ته چې نږدې اوه میلیونه ډالره پانګونه يې پرې کړې پر افغاني سندرغاړو سربېره تاجکۍ هنرمندې هم راغواړي او په خبره يې دوی « رسمي بلنه » ورکوي.

پښتونیار موسیقي د افغان ځوانانو د خوښۍ وسیله بللې او دا يې د خدمت په ډول ياده کړې ده: «…موږ داسې فضاجوړه کړې چې ځوانان لږ تر لږه پنځه دقيقي خوښ شي، موږ تاجکستاني هنرمندان په رسمي ډول رابللي، غير رسمي نه دي…»

دې هوټل ته ورتلونکي ځوانان وايي چې لوړ پوړي دولتي مسوولین د تاجکۍ هنرمندانو په محفل کې لیدل کېږي، خو نه ورسره د شرابو حساب کېږي او نه هم ترې نور لګښت اخیستل کېږي.

یاده دې وي په پلازمېنه کابل کې تر دې وړاندې هم ګڼو ازادو سرچينو د فحشا، نشې او بد اخلاقیو په اړه غږ پورته کړی دی، خو دولتي مسوولینو يې پر وړاندې کوم اقدام نه دی کړی، ښايي په دې پېښو کې د لوړ پوړو امنیتي مسوولینو پرېمانه ښکېلتیا د دې علت شوې وي چې د ګڼو نورو افغان ځوانانو د بې لارۍ د مخنيوي تر اقدام هم تېر شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

دایساف مفتی دی اوس خپل دی حکومت ته هم چی دی وایی اسلامی او له کفری اشغال نه آزاد ده یو پیوند پیداکړی چی مسلح خروج یی په مقابل کی نده روا لکه څنګه چی هر واری دربانی خبیث د حکومت نه دفاع کوی او وایی که برای ما بگوید که خروج مسلحانه در برابر همینطور یک کس جایز بودپداسی حال کی چی د همینطور یو کس قومندان مسعودوف کسانو دده له کسانو سره یوځای دافشارو په جنګ کی دهزاره و په ښځو جنسی تیری وکړ په سلهاو هزاره ښځی د مسعود کسانو له ځانه سره په زوره پنجشیر ته… نور لوستل »

ميرويس مجاهد

نو ديموکراسی وايې څه ته ؟همدغه شراب چيښولو، زنا، نڅا او د حيوانانو په څير خپله شهوانی غريزه مړولو ته ديموکراسی او جمهوريت وايې۔

صلاح الدین

دا غربیان څې وایي ” مونږ په افغانستان کې کامیاب یو ” همدا کامیابي ښیی او همدا رنګه دا څو بې ضمیره خلک چې د صلیبیانو ډولونو ته اتڼ کوي دا هم خپله کامیابی ګڼي خو دا ارمان به ګور ته یوسي چې ټول افغانان په دې مرضونو اخته کړي الحمدلله مقابله یې په هر ډګر کې روانه ده

ډاکتر احمدی

سیاف صیب یی خلکو باندی پلوری

جمشد

هو څه چی غرب غوښتل هماغه کیږی. غرب غواړی چی زمونږ آینده نسلونه په همدی شیانو سر شی. ل########### کوم خواته سړی وګوری دچا طرفداری وکړو له یوی خوا غرب او دیموکراسی را پسی را اخیستی ده او له بلی خوا ######## کوو، دایی لا پسی بله سپکه چی دجهاد پاکه او مقدسه ######### خدای دپدی ولس رحم وکړی.

جمشد

ما چی کوم پيغام لیکلی وو هغه د ایدیتور لخوا سانسور شوی او زیاتره کلیمی یی رد کړی دی. بیابه دی ویب پاڼی ته پیغام ونه لیکم

شهاب

په رشتیا هم ادیتور دخلکو لیکنی سانسور کور هغه لیکنه چه دطالبانو کرامو باندی اعتراض شویوی هغه نه خپروی
او خپله یی چه سه وغواری هغه بیا خپروی شه مثال یی د پخوانی ولس مشر نجیب په لور تهمت لگول وه چه وروسته یی بیا پری پشیمانتیا وشودله

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x