نړۍ

ترکیه په قطر کې پوځي اډه جوړوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د ترکیې رسمي جریدې راپور ورکړی چې دغه هیواد به په قطر کې یوه ستره پوځي اډه تاسیس کړي.

د تیرې مارچ په میاشت کې د قطر امیر ترکیې ته په یو ناڅاپي سفر تللی او هلته یې له ولسمشر رجب اردوګان سره تر کتنې وروسته په دې اړه توافقنامه لاسلیک کړې.

د توافقنامې پر اساس به ترکیه په قطر کې یوه پوځي هډه جوړوي او همدارنګه به د دغه هیواد له ساحلي بندرونو، هوايي ډګرونو او پوځي قرارګاوو استفاده کولای شي. له بلې خوا به قطر هم کولای شي په ترکیه کې خپلو سرتیرو ته پوځي زده کړې ورکړي او عسکري مانورې تر سره کړي.

په قطر کې د ترکیې د ځاي پر ځای کیدونکو عسکرو شمیر «یو غونډ سرتیري» ښودل شوي، چې مشري به یو تورن جنرال کوي.

ترکیې ویلي چې له دې ګام څخه موخه یې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، دوه اړخیزه پوځي همکاري او د قطر دفاعي ځواک پیاوړی کول دي.

د دغې پوځي اډې تخنیکي او قانوني مرحله بشپړه شوې او ټاکل شوې چې ډیر ژر به یې عملي چارې پیل شي.

دا لومړی ځل دی چې ترکیه په یو بهرني هیواد کې پوځي اډه جوړوي.

په اسلامي نړۍ کې ترکیه او قطر هغه هیوادونه دي چې د اخوانیانو، حماس او نورو اسلامي ګوندونو د مرستې او ملاتړ تور پرې پورې کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x