نظــر

قیمتي خلک…!!

eight soldiers killedهو! قیمتي خلک .
 شاید داپوښتنه دې رامخې ته شي چې قیمتي خلک یعنې څوک ؟! خو مخکې له دې چې دهمدې پوښتنې ځواب دې ژر ووایم ؛ هغه څه به لومړی ووایم چې دجبرپه دې بې لحاظه زمانه کې څنګه ددې خلکو قدر اوقیمت زیات شوی !؟   په تېره بیا زمونږ په هیوادکې چې دوینو اوناخوالو ګراف پکې تل لوړ وي .
دادی همدا اوس دزنګاوات په تازه نادوده وکړېدوچې شاید درد به یې ترډېره په یاد وساتو ،  دې ته ورته پېښې نورې هم ډېرې پېښې شوې اولاپېښیږي ، خوداچې عاملین یې  ” ارتې تڼۍ ” په همدې هیوادکې ګرځي

نو ویلی شو چې اوس هیچاته شک اوشبه نه ده پاتې چې پرافغانستان راغلي له وسلو بارپوځیان دهیواد دښېرازۍ لپاره نه بلکې دافغانانو وژلو او دمقدساتو پایمالولوته یې رالېږل شوي،ځکه زمونږ هیوادته یې وژونکې زهرجنې وسلې له ځانه سره راوړې اوبې توپيره یې دافغانانو په وژنه صرف کوي . نو ولې لاهم دېته انتظار وکړو چې ګواکې کراري، ترقي او هوسایي به مو په برخه او امنیت به مو خوندي شي ، په دې انتظار اوبهانو خو مو لس کاله تېرکړه چې ډېرې  ترخې ناخوالې مو پکې وزغملې آیابیادې هم عبرت وانخلو اوهغه دچا خبره ” …اوس یې هم لامږه وبولو”  ؟؟ لس یوولس کاله خو ووژل شوو وټکول شوو  ونړېدو …. بیا هم همدا بې معنی او بې نتيجې انتظار ….. ؟!
دحکومت اوادارې خومو داحال دی چې درئیس جمهور په شمول مو ملکي او نظامي چارواکي ټول د ” زنګاوات ” دپېښې دغمځپلو پوښتنوته بې ځوابه او زمول وهلي ناست دي ،کرزی هم له امریکایانو سرټکوي ، لوی درستیزهم ، دزنګاوات اوسیدونکي خو دي دپېښې قربانیان ….
دملي اردو اوعسکرو حیثیت خومو هغه حیثیت دی کوم حیثیت چې دیوه هیواد داشغال په صورت کې وي .
نو بیاولې انتظار او څه ته  انتظار … ؟!!
ای افغانه !
که هرڅوک یې اوپه هرځای کې یې !
نور داشرموونکی سکوت ماته کړه ! دخپل تاریخ اوخپل غیرت پاکه صفحه په تورداغ مه توروه ! پورته شه ! اوهیواد  دې  دهغه ریښتوني حقیقت مصداق وګرځوه چې هرڅوک یې په هماغه نسبت پېژني او وایي ” په دې هیوادکې تل دهرزبېښاک اوتاړاک زور اوبه شوی ”
وروستۍ شېبې دي ددین او وطن دبربادۍ دښمن دې په وتو دی ګوره چې په آسانه یې له لاسه ورنکړې !
دغه قیمتي خلک! بیاپه لاس نه درځي اونه بیا په دې دښمن پسې دلویو وچو او تورو اوبو اوږده پړاوونه وهلی شې ! ژرشه ! په لاس درغلې موکه له لاسه مه ورکوه !
تاته په هرسپک نظر دکتل شوي وار کسات واخله ! اودکړېدلې بورې او دردېدلې مور آه دې سترګوته ودروه !

دافغانانودبري په هیله

زاهد غروال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x