نړۍ

سعودي د ایران سفیر احضار کړی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په ریاض کې د ایران سفیر احضار کړی او د خپلو څلورو اتباعو د وژل کیدو په اړه یې ترې سپیناوی غوښتی.

وړمه ورځ د ایران مشهد ښار د یو هوټل اوسیدونکي ۳۳ تنه سعودیان مسموم شوي چې د هغوی له ډلې څخه ۴ تنو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د سعودي بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران له سفیر یې د پیښې د جدي پلټنې غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې په ایران کې د میشتو سعودیانو ژوند ته پاملرنه وکړي.

ایراني پولیسو د پيښې په اړه تحقیقات پیل کړي، د هوټل هوا، اوبو او خوراکي توکو نمونې یې د پلټنو په موخه له ځان سره وړي او پنځه تنه مشکوک کسان یې نیولي دي.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې دغه کسان د خوړو یا اوبو او که د تنفس له لارې مسموم شوي.

وروسته له هغه چې سعودي په یمن کې د ایران پلوه حوثیانو پر ضد نظامي عملیات پیل کړي، د سعودي او ایران اړیکي لا ترینګلي شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x