د نن سرلیکنه

د چارواکو په تقرر کې باید ټولنیز حساسیتونه له پامه ونه غورځول شي!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: تیره ورځ د سیمه ییزو ارګانو نو خپلواکې ادارې اعلان وکړ چې ښاغلی حیات الله حیات د میدان وردګو ولایت د والي په توګه ټاکل شوی دی .

دا په تیره یوه اونۍ کې دوهم والي دي چې د ګډ حکومت لخوا د یاد ولایت لپاره ټاکل کیږي .

تر دې وړاندې آغلې معصومه مرادي د نوموړي ولایت لپاره د واليې په حیث اعلان شوې وه .

د میدان وردګو ولایت لپاره د آغلي معصومې مرادي ټاکنه د دې ولایت دخلګو له غبرګون سره مخ او له امله یې د محلي ارګانونو اداره مجبوره شوه چې د نوموړې د تقررې په اړه خپله پریکړه بیرته واخلي.

د ګډ حکومت مشر د عمر ډیره برخه له هیواده بهر په داسې یوه چاپیریال کې تیره شوې چې هغه له مذهبي ، کلتوري او اخلاقي پلوه له افغاني چاپیریال سره کاملا توپیر لري.

نوموړی که څه هم چې پښتون مسلمان خو میرمن یې د افغانستان د مسلمان ولس د مذهب خلاف د عیسوي دین پلوۍ او د فامیل نور غړي یې هم ښايي د اسلامي او افغاني کلتور په نسبت له غربي هغه سره ډیر بلدیت ولري .ښاغلی غني سره له دې چې غربیانو ورته د نړۍ د لومړي نمبر متفکر لقب ورکړی خو دخپلې افغاني ټولنې د مذهبي او کلتوري حساسیتونو او ځانګړتیاوو په اړه يې مطالعه نیمګړې ده .

د میدان وردګو ولایت لپاره د آغلې معصومه مرادي تقرر هم د ولسمشر غني د هغې نابلدي له کبله ده کومه چې دی یې د دې ولایت د خلګو د ځانګړتیاوو اوحساسیتونو په اړه لري.

د افغاني ټولني له حساسیتونو، ارزښتونو او ځانګړتیاوو سره د ښاغلي اشرف غني نابلدي که له یوې خوا د ده شخصیت تر پوښتنې لاندې راوستی له بلې خوا یې د ده حکومت او د هغه کاري اجرآت هم له ننګونو سره مخ کړي دي. په یوه اونۍ کې د یوه ولایت لپاره د دوو والیانو ټاکل په حقیقت کې د اشرف غني د ګډ حکومت لپاره یو فضیحت دی . که څه هم چې د محلي ارګانونو اداره د میدان وردګو ولایت د والیې په توګه د آغلې معصومه مرادي تقرر یوه اداري تیروتنه بولي، خو دا مبرر یې د توجیه وړ نه دی ؛ ځکه د ولایت مقام کومه عادي وظیفه نده چې له یوې ادارې څخه د هغه تقرر طي مراحل شي .

دا چې د ولسمشرۍ له دفتره رانیولې د محلي ارګانونو تر مستقل ریاست پوري هیڅ یو چارواکی دغه تیر وتنه نشي درک کولای دا خپله د دغو ادارو د مسؤلینو په غفلت او سهل انګاري دلالت کوي .

تر دې وړاندې هم ګډ حکومت په ځینو لوړو دولتي پوستونو کې یوشمیر داسې معلوم الحاله مجرمین په دندو ګمارلي چې هغوی د کړیو جنایتونو له مخې باید دهیواد قضايي ارګانونو ته د محاکمې لپاره وړاندي شوي وای. افغاني ټولنه ځانګړي مذهبي ، اخلاقي او کلتوري مشخصات او حساسیتونه لري، که هرڅوک ورباندې د حاکمیت تمه لري باید د دې ټولنې د ارزښتونو او مشخصاتو درناوی او هغو ته جدي پاملرنه وکړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اسدالله

محترما تاسی په خپل مضمون کی ځنی خو نقطو ته اشاره کړی ، خو زه دومره باید ووایم چه رازه د داسی مسایلو څخه تیر شو چه هغه ډیر ضخت او یا ګټور نه وی لکه په خارج کی وخت تیر کړی او یا عیسوی مذهبه او نور ، رښتیا چه مشکلات ډیر زیات وه او نور هم تلاش کیړی چه لا زیات شی (غصب ، وزنه ،فساد ، بی عدالتی …..) ، هیله ده چه په دی باب کی دی دا معقول دلایل ، منظق او پوهه چه لری وکاروی ، او هم نه تنها یو فامیل تر شعاع… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x