نړۍ

اردوګان د لومړي وزير داوود اوغلو استعفا ومنله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د ترکيې پارلماني ټاکنو کې واکمن عدالت او پرمختګ ګوند د څرګند اکثريت نه ګټلو له امله د ترکيې لومړي وزير داوود اوغلو ولسمشر رجب طيب اردوګان ته خپله استعفا وړاندې کړې ده.

ولسمشر اردوګان د ښاغلي اوغلو او د هغه د کابينې استعفا منلې او زياته کړې يې ده، چې نوموړی به د نوي حکومت تر جوړېدو خپلې دندې ته دوام ورکوي.

اردوګان د داوود اوغلو او د هغه د کابينې کارونه وستايل او سپارښتنه يې وکړه، چې د نوي حکومت تر جوړېدو به د داوود اوغلو په مشرۍ اوسنۍ کابينه خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

ويل کيږي، چې اردوګان به اوس د ګډ ګونديز حکومت د جوړېدو ستونزمنې چارې داوود اوغلو ته سپاري.

د اردوګان اپوزيسيون ګوندونو اعلان کړی، چې عدالت او پرمختګ ګوند سره به حکومت جوړولو کې ګډون نه کوي.

داسې هم ويل کيږي، چې اپوزيسيون ګوندونه به د ولسمشر اردوګان د واک او ځواک د محدوديت غوښتنه کوي.

د يادونې وړ ده، چې د عدالت او پرمختګ ګوند په اوسنيو پارلماني ټاکنو کې ۴۱ سلنه رايې وړي، چې د تېرو ټاکنو په پرتله نهه سلنه کمې دي او له همدې امله د عدالت او پرمختګ ګوند نه شي کولای، چې په يوازې ځان نوی حکومت جوړ کړي.

د اردوګان په مشرۍ عدالت او پرمختګ ګوند اړ دی، چې نورو ګوندونو سره په ګډه حکومت جوړ کړي او که د ګډ حکومت په جوړېدو ونه توانېدل، نو حکومت کولای شي، چې د ۴۵ ورځو په ترڅ يو ځل بيا پارلماني ټاکنې اعلان کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x