افغانستان

پر بګرام توغنديز بريد يوه امريکايۍ وژلې او بل يې ټپي کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا دفاع وزارت پينټاګون منلې، چې افغانستان کې د امريکايي عسکرو د لوجيستکي ډيپارټمنټ يوه همکاره د طالبانو په راکټي بريد کې وژل شوې ده.

له پينټاګونه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ۵۴کلنې کريسي ډيوېس افغانستان کې د امريکايي عسکرو لوجيستيکي مرستې کولې.

افغانستان کې د امريکايي عسکرو وياند ډګروال برين ټريبيوس د کريسي په وژنه ژوره خواشيني څرګنده کړې او د هغې کورنۍ او دوستانو ته يې تسليت وړاندې کړی دی.

امريکايي پوځ کې د دېرش کلن لوجيستيکي خدمت په ترڅ کې وژل شوې کريسي دوه ځله په افغانستان کې ماموريت ترسره کړی دی.

ايرفورس ټايمز امريکايي ورځپاڼې ليکلي، چې د دوشنبې په ورځ پر بګرام هوايي ډګر د طالبانو توغنديز بريد کې يو بل امريکايي ټپي شوی هم دی، مګر د هغه د هويت او روغتيايي حالت په اړه يې څه نه دي ويلي.

د ګډ حکومت او امريکا تر منځ د شوي تړون له مخې ۹۸۰۰ امريکايي او ۲۲۰۰ ناټو عسکر په افغانستان کې پراته دي، مګر امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز په خپل تازه راپور کې ويلي، چې د يادو امريکايي او ناټو عسکرو تر څنګ څلويښت زره قراردادي عسکر هم په افغانستان کې پراته دي.

د نيويارک ټایمز په وينا د بلک واټر په څلويښتو زرو قراردايانو کې يې پنځلس زره امريکا او پاتې نور د نورو هېوادونو او افغانستان اتباع دي، چې په نظامي استخباراتي، لوژيستيکي او ګڼو نورو فعاليتونو بوخت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x