دیني، سیرت او تاریخ

روژې ته هرکلی ـــــ اهلاً رمضان – دویمه برخه

حامد افغان

روژه د انساني خواخوږي میاشت

یو بدمرغه عرب ټوکمار سیکولر هر وخت په اسلامي موضوعاتو پوري ټوکي، طنزونه او مسخرې لیکي، طنز او رغنده ټوکي ټکالي د ادب مؤثر او اغیزمن ژانر بلل کیږي، نن سبا ځیني سیکولر لیکوالان هم د ادب دې برخي ته پناه وړي یو خو یې مینه وال زیات وي او بلل په دې توګه هغوی په ټوکو ټوکو په اسلامي مقدساتو او رموزو ملنډي وهي، او د خلکو په ذهنونو کې یې د سپکولو او توهینولو کوښښونه کوي، افغان سیکولر لیکوالانو کې هم طنز او مزاح لیکونکي شته او لویه موخه یې د علماو توهين او سپکاوی دی.

عرب سیکولر د روژې په اړه لیکلي و چې ویل کیږي روژه د انساني خواخوږي او مواساة میاشت ده او دا چې شتمنو سره د غریبانو درد او احساس پیدا شي، ده زیاته کړې وه چې نو باید په غریبانو روژه فرض نه شي، دا لنډ فکره سیکولر دې ته توجه نه کوي چې دا د شتمنو په اړه د روژې یوه ګټه او فایده ده او د روژې ټوله موخه او هدف دا نه ده، روژه یوه الهي فریضه ده، او الهي فریضې به مومنان هغسي ترسره کوي څنګه چې شریعت بیان کړې دي، که هغه ګټه لري یا یې نه لري.

او بل دا چې موږ وایو روژه د مواساة او انساني خواخوږي میاشت ده د دې مطلب یواځي دانه ده چې شتمن دي پیسې راواخلي او غریب ته دې ورکړي، انساني خواخوږي او مواساة خورا پراخه او لوی مفهوم ده، مواساة قرانکریم د مومنانو مهم صفت بللی ده او ډېر مفاهیم په کې پراته دي، لكه قرانکریم وایي او پخپلو کې یوه بل ته د صبر وصیت کوي او یوه بل ته د مرحمة او خواخوږې وصیت کوي. وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ وَتَوَاصَوْا بِالْمَرْحَمَةِ (البلد 17).

روژه د مواساة، انساني خواخوږي، همدردي او مهرباني میاشت ده، په دې اړه د سلمان الفارسي رضي الله عنه یو تفصيلي روایت رااخلم، دی وایي: د شعبان (برات) میاشتي په وروستۍ ورځ موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم خطبه وویله، هغه وویل: ای خلکو! تاسو ته لویه او برکتي میاشت راغله، په دې میاشت کې یوه شپه ده له زرو میاشتو غوره ده، الله د دې میاشتي روژې فرض کړې دي او د شپې عبادت یې نفل ګرځولی ده، څوک چې یو د خیر کار په کې وکړي دومره ثواب یې ده لکه بل وخت چې فرض ادا کړي، او څوک چې یو فرض ادا کړي لکه بل وخت چې اویا فرض وکړي، او دا د صبر میاشت ده او د صبر بدله جنت ده، او دا د مواساة او انساني خواخوږي میاشت ده، او په دې میاشت کې د مومن روزي زیاتیږي، څوک چې یوه روژتي ته روژه ماتی ورکړي ګناهونه به یې وبښل شي او له اوره به ازاد شي، ده ته د هغه روژتي غوندي ثواب رسیږي او د هغه ثواب به هم نه کمیږي، موږ وویل: يارسول الله! موږ ټول چاته د روژه ماتي ورکولو وس نه لرو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله به داثواب هغه چا ته هم ورکوي چې روژه تي ته یو غوړپ شیدې ورکړي، یا یوه خورما او یا اوبه ورکړي، او څوک چې روژه تې موړ کړي الله به زم
ا له حوضه داسي اوبه ورکړي چې جنت ته ترننوتلو پوري به نه تږی کیږي، د دې میاشتي لومړۍ شپې رحمت ده، منځنۍ یې د مغفرت شپې دي او آخيري یې له اوره د ازادي شپې دي، او څوک چې له خپل غلام ا مزدور سره نرمي وکړې الله به بښنه ورته وکړي او له اوره به یې ازاد کړي.

عن سلمان رضي الله عنه قال: خطبنا رسول الله صلى الله عليه وسلم في آخر يوم من شعبان فقال: ” يا أيها الناس قد أظلكم شهر عظيم مبارك شهر فيه ليلة خير من ألف شهر جعل الله تعالى صيامه فريضة وقيام ليله تطوعا من تقرب فيه بخصلة من الخير كان كمن أدى فريضة فيما سواه ومن أدى فريضة فيه كان كمن أدى سبعين فريضة فيما سواه وهو شهر الصبر والصبر ثوابه الجنة وشهر المواساة وشهر يزداد فيه رزق المؤمن من فطر فيه صائما كان له مغفرة لذنوبه وعتق رقبته من النار وكان له مثل أجره من غير أن ينقص من أجره شيء ” قلنا: يا رسول الله ليس كلنا يجد ما نفطر به الصائم. فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ” يعطي الله هذا الثواب من فطر صائما على مذقة لبن أو تمرة أو شربة من ماء ومن أشبع صائما سقاه الله من حوضي شربة لا يظمأ حتى يدخل الجنة وهو شهر أوله رحمة وأوسطه مغفرة وآخره عتق من النار ومن خفف عن مملوكه فيه غفر الله له وأعتقه من النار “. رواه البيهقي.مشكاة المصابيح ج1 ص443.

په دې مبارک حدیث کې روژه “شهر المواساة” بلل شوې ده، او د مواساة، انساني خواخوږي او مهرباني بيلګي هم بیان شوې دي، لکه مخکي موږ وویل انساني خواخوږي او همدردي پراخه مفهوم لري، که څوک وس نه لري هغه د انساني خواخوږي ثواب په یو غوړپ شیدو، یوه خورما او اوبو سره هم ترلاسه کولی شي، مطلب دا شو چې په دې میاشت کې باید مومنان پخپلو کې د یوه بل په اړه مینه، نرمي او خواخوږي وپنځوي، د یوه بل درد، غم او ستونزي احساس کړي، د یوه بل د لوږي او تندي سوږ او زحمت احساس کړي او د یوه بل مجبوریت او اړتیا درک او احساس کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close