نړۍ

اسلام اباد: راول بند کي دجرمني دسفارت دیوه کارکونکي مړی موندل شوی دي

RawalDam(نن ټکی اسیا مارچ۲۸/۲۰۱۲) پاکستانی چارواکوخبرورکړی دی، وایی هغه دوه مړي چی نن ورځ اسلام اباد دراول داوبو په بند کی موندل شوی دي له هغو څخه یومړي په اسلام اباد کی دجرمني دسفارت کارکونکی وو،  اوددوهم کس په اړه لا تراوسه پوری مالومات نه دی ترلاسه شوی چی نوموړی څوک او دکوم ځای دي. دراپورونو په حواله چي نن سهار وختي په اسلام اباد کی دراول داوبو دبند دچوکیدار له لوري دوه مړی لیدل شوی وو چی په بند کی اوبو په سر را اخیستی وو.

سرچیني وایی دمړیو له لیدلو څخه سمدستي وروسته دغه کس امینتی کسانو ته خبرورکړ ترڅو مړی راوباسي. ویل کیږی کله چی امنیتي کسان داوبوبند ته ورسیدو مړی یی را وایستل دیوه مړی له جیب څخه کوم کارډ موندل شوی دي، چی ورباندی دفیض علی نوم لیکل شوی دي، او نوموړی په اسلام اباد  کی دجرمني په سفارت کی دنده درلوده. خو ددوهم کس په اړه تراوسه مالومات نه دی ورکول شوی چی څوک او دکوم ځای دي، دفیض علی دکورني غړي وایی، فیض علی دپنج شنبي په ورځ خپل موټرسایکل باندی له کوره وتلي اوبیا کورته نه راګرځیدلی، دنوموړي قریبانو ورته سیمه کی دپولیسو مرکزته دفیض علی دورکي راپورهم ورکړی وو. پولیس وایی چی دواړه کسان له درو څخه ترڅلورو ورځو پخوا مړه شوی دي، تراوسه دامالومه نه ده چی مړه کسان چا وژلی اوکه څرنګه. دیادولو ده چی فیض علی په اسلام اباد کی دجرمني په سفارت کی دامنیتي مسئول په توګه دنده ترسره کوله. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x