ټولنیزه برخه

سیند په کوزه کې؛ کیسه ګۍ – شپاړلسمه برخه

حامد افغان

د شاتو څاڅکی

کیسه کا چې یوه ميږي پر ځمکه د شاتو یو څاڅکی ولید، یو څه یې ورنه وڅښه او روان شو له ځانه سره یې وویل: دومره خوږ شی باید یوڅه نور هم وڅښم، نور یې هم وڅښه. اخیر د شاتو خوږلښت دې ته مجبور کړ چې د شاتو څاڅکي ته ور ننوت.

ميږي ډیر شات وڅښل کله یې چې د وتلو اراده وکړه ویې نکړی شوی ووځي، ډیرې هڅې یې وکړې خو ګټه یې نه لرله، اخیر د شاتو په څاڅکي کې مړ شو.

د الله لور ته

له ګڼې ګوڼې ډک بازار منځ کې یو عالم ناست و، په دې لاره یو پاچا تېرېدی پوښتنه یې ترې وکړه چې ای شیخه دلته څه کوې؟ شیخ ځواب ورکړ: دا خلک الله جل جلاله ته نږدې کول غواړم، الله یې مني خو دوی هغه ته ځانونه نه نږدې کوي .
بله ورځ همدا عالم په هدیره کې ناست و، پاچا پرې راغی او پوښتنه یې ترې وکړه چې شیخه دلته څه کوې؟ شیخ ځواب ورکړ: دا خلک الله جل جلاله ته نږدې کول غواړم، دوی یې مني او غواړي الله ته ځانونه نږدې کړي خو الله ج یې نه مني.

بې له تبصرې

د سوریي یو کس کیسه کوله چې موږ د مجرم بشار په بنديخانه کې وو، زموږ سره یو دیارلس کلن زلمی هم و هغه به یې هره ورځ زموږ څنګلورې کوټې ته بوتلو هلته به یې ډول ډول شکنجې ورکولې ده به ژړل، نارې او کړیکي به یې وهلې، موږ به یې ژړا اوریدله او په ژړا کې به یې ویل: وی ادې اخ پلاره.

یوه ورځ د شکنجې له خوني راغی ما ورته وویل: ته په ژړا کې مور او پلار یادوې ته ولي یا الله! نه وایې کیدی شي په دې دي پرېږدي؟؟ ځوان راته وویل: کله چې الله یاد کړم بیا دوی هغه ته ښکنځل کوي! نو مور او پلار ځکه يادوم چې هغوی ته که ښکنځل وکړي خیر ده.. خو چې الله ونه ښکنځي!! .

د هر چا خواخوږي

ابوالسفر وایي: علي رضي الله عنه به یو څادر ډېر اغوستی، چا ورته وویل: ته دا څادر ډېر اغوندې؟ ده ورته وویل: ځکه دا مې خواږه او نږدې ملګري راکړي دی، زما نږدې یار عمر، بې شکه عمر د هرچا خواخوږی و نو الله ته هم ور ګران شو، او وروسته علي رضي الله عنه په ژړا شو. الصمت لابن ابي شیبه 356/6.

پانګه

یوه سړي د ګرمي په موسم کې واوره خرڅوله، د خلکو د متوجه کولو له پاره به یې ویل: ای خلکو! په هغه چا رحم وکړئ چې پانګه (رأس المال) یې ویلي کیږي او بهیږي..

او سیند وویل..

کیسه کا: د یوه ماشوم بوټونه په سیند کې ورک شول، نو د سیند په غاړه یې ولیکل: دا سیند غل دی، زما بوټونه یې پټ کړل، ښکاري راغی، په سیند کې یې ډېر ماهیان ونیول، نو په ساحل یې ولیکل: دا سیند ډېر سخي دی، د یوې ښځي ځلمی زوی په سیند کې غرق شو نو بوري مور یې په غاړه ولیکل: دا سیند قاتل دی، لامبوزن راغی په سیند کې غوپه شو، ښایسته ملغلري یې راوایستلې، او په ساحل یې ولیکل: دا سیند خلکو ته ډېر څه ورکوي.له دې وروسته لویه او تېزه څپه راغله، د خلکو ټول لیکل یې ړنګ کړل، او سیند په ورو وویل: د خلکو په خبرو به سر نه خوږوې؛ که له ځانه سیند جوړول غواړې! .

تکبر

مشهور صحابي حكيم بن حزام رضي الله عنه په عمر لوی و، له ځوان صحابي معاذ بن جبل رضي الله نه یې څه شی زده کول، چا ورته وویل: له دې خزرجي هلک نه څه شی زده کوې؟! ده ورته وویل: موږ خو دې تکبر هلاک کړو. السخاوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x