افغانستان

دوو پولیسو خپل پنځه ملګري ووژل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د زابل په شینکۍ او د فراه په بالابلوک کې دوو تنو عسکرو پخپلو پنځو ملګرو د ټوپک شپېلۍ برابرې کړې او ځای پر ځای يې ووژل.

د زابل د شینکۍ ولسوالي په مرکز کې یو تن پولیس خپل درې ملګري ووژل او د عیني شاهدانو په قول بريدګر له سیمې روغ وتلی دی.

همدارنګه د فراه د بالابلوک په پشمکي سیمه کې یو تن پولیس خپل دوه ملګري وژلي او ځان يې طالبانو ته رسولی دی.

طالبانو د دې دواړو بريدونو پخلی کړی او ويلي يې دي چې دغه دواړه پولیس د دوی «نفوذي» ملګري دي.

طالبانو ویلي چې د زابل په شینکۍ او بالابلوک کې دواړو بريدګرو دوی ته ګڼ مهمات هم ور رسولي دي.

د ګډ حکومت په پوځي برخه کې نفوذي بريدونه د پوځي چارو د ماهرينو په نظر د دوی د ورپاتې روحيې د ځپلو خورا مؤثره لاره ده.

تر دې وړاندې هم د کندهار په خاکریز کې یو تن اربکي خپل پنځه ملګري ووژل، چې دغه بريدګر هم طالبانو ته ورغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x