نړۍ

د سپينې ماڼۍ د کنفرانسونو تالار د بمي ګواښ له امله خالي شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د سپينې ماڼۍ د خبري کنفرانسونو تالار د بمي ګواښ له امله د لنډې مودې لپاره خالي شو.
د نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې ويبپاڼې ليکلي، چې تېره شپه د خبري کنفرانس پر مهال د امريکا د پټو خدماتو پوليسو خبر ورکړ، چې د بمي چاودنې د وېرې له امله بايد د کنفرانسونو تالار خالي کړای شي.
د امريکا د پټو خدماتو پوليس د خبري غونډې پر مهال تالار ته راورسېدل او د سپينې ماڼۍ وياند جوش ايرنيسټ ته يې وويل، چې د بمي چاودنې د ګواښ له وېرې بايد له تالاره ووځي.
د سپينې ماڼۍ وياند جوش ايرنيسټ وايي، چې د غونډو تالار يې د نيم ساعت لپاره خالي کړی و او له پلټنو وروسته يې بېرته د خبريالانو پر مخ پرانيست.
وړمه ورځ د امريکا مشرانو جرګې يو شمېر خونې هم د بمي ګواښ له امله خالي کړای شوې وې، مګر وروسته څرګنده شوه، چې د بمي بريد خبر بې ځايه و.
د پټو پوليسو اداره وايي، چې د بمي بريد ګواښ کوونکو په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x