نظــر

د ستراتيژيك تړون خطرناك امريكايې اهداف

afghan former prisonerد تيرو څو كلونو راهيسې د امريكا او په افغانستان كې دهغې په لاس د جوړ شوي حكومت تر منځ د( ستراتيژيك مشاركت) د تړون خبره كيږي . او د همدغه تړون  د رامنځته كولو لپاره امريكايې  رسنۍ او هم په افغانستان كې د امريكا په لاس د جوړې شوې ادارې  مطبوعات د عامه ذهنيت د تيارولو په مقصد كار كوي .

دا چې دې تړون حقيقت څه شى دى ؟  اهداف يې څه دى؟ او اغيزې به يې د افغانانو او افغانستان په راتلونكې څه وي؟ پدې هكله دخپل ولس د پوهاوي په مقصد لاندې څو كرښې ورته ليكم .

امريكا هغه زورواكى امپريالست هيواد دى چې غواړي پر ټولې نړۍ يې واك وچليږي . له همدې امله په ټوله نړۍ كې ښكيل دى، او د ټولې نړۍ په سياسي، حقوقي، اقتصادي، كلتوري، تعليمي، پوځي او اجتماعي قضاياوو كې يې د دخالت لاس دى . دا ورته دزغملو نده چې د نړۍ هيوادونه دې دهغې له مستقيم او يا غير مستقيم تاثيره ليرې پاتې شي، او د همدې مقصد لپاره يې يوازې له امريكا څخه د باندې ( ۸۶۵) لويې پوځې اډې جوړې كړي، او په لكونو پوځيان يې وركې ځاى پر ځاى كړي چې هر كال په سلګونو مليارده ډالر ورباندې مصرفوي.

 امريكا نه يوازې دا چې د خپلو پوځونو، جنګې بيړيو او په فضا كې د سټيلايټونو په وسله پر ټولې نړۍ دمسلط كيدلو هڅه كوي ، بلكه په زرګونو ناپوځي دولتي او نادولتي موسسې يې هم په ټوله نړۍ كې په كار اچولي تر څو په هره وسيله چې كيدى شي پر ټولې نړۍ د امريكا د پوځي ، اقتصادي، او سياسي تفوق لپاره كار وكړي .

دا چې افغانستان په  نړۍ كې په تيره يوه پيړۍ كې ډيره مهمه سيمه ګرځيدلى ، او د ټولې نړۍ په سطحه د لويو سياسي تحولاتو پيل له همدې ځايه شوى،  لكه د انګريزي امپراطورۍ د زوال پيل، د شوروي اتحاد او د هغه د نورو اقمارو د زوال پيل ، په اسلامي هيوادونو كې د اسلام د حاكميت لپاره دمسلح جهاد پيل او  د لومړى ځل لپاره د ټول غرب د پوځي ماتې او دناټو د متلاشي كيدلو پيل ټول  له همدي ځايه وشول .

 په ( جيوستراتيژيك ) لحاظ هم افغانستان ډير مهم دى، او دا اهميت به يې په راتلونكې كې لا نور هم ډيريږي ، همدغو ټولو اهميتونو ته په پام سره امريكا نه غوښتل او نه اوس غواړي چې افغانستان دې دامريكا له تاثير او تسلط څخه ليرې پاتې شي ، نو ځكه خو يې دلته خپل په لكونو پوځيان راوستل ، او په سلګونو مليارده ډالره يې مصرف كړل ، دلته يې دخپلو دګټو د خوندي كولو او دخپلو پروګرامونو د اوږدمهالي عملي كولو لپاره په سلګونو سياسي او اجتماعي تشكيلات ، احزاب، او ټولنې رامنځته كړې، او دلته يې يوه داسې جګړه روانه كړه چې خپل مقابل لوري يې ور كې ښه نه وو درك كړى .

پدې جګړه كې كه څه هم چې امريكا په پوځې لحاظ له ماتې سره مخ ده ، خو هغه هڅه كوي چې دخپلو اوږدمهاله اهدافو د تحقق لپاره دجګړې شكل او شعار بدل كړي،  او په  يوه بله مناسبه بڼه كې دلته خپل حضورته  دوام وركړي ، او خپل دغه پوځي او ملكي شتون ته دلته د (ستراتيژيك مشاركت) د تړون په چوكاټ كې مشروعيت وركړي .

دستراتيژيك تړون اصلي هدفونه

اول هدف –  د منځنۍ آسيا او د كسپين د حوزې نفتي منابعو ته دلارې تأمين :

په امريكا كې د ستراتيژيكو څيړنو مراكز دې نتيجې ته رسيدلي چې امريكا او ټول غرب بايد د انرژۍ د ضرورت د پوره كولو لپاره له غربي نړۍ پرته د نورو مصادرو په لټه كې شي ، او له همدا اوسه بايد ورته ځان ورورسوي ، :ځكه چې له يوې خوا د عربي نړۍ د تيلو زيرمې  مخ پر وچيدلو دي ، او له بله لوري د عربي نړۍ سياسي، پوځي، امنيتي، او اجتماعي وضعيت داسې لورته روان دى چې ښايې نور به د امريكا د سياستونو د پلي كولو لپاره يو خلاص ميدان پاتې نشي .

نو له همدې امله بايد غرب هڅه وكړي چې دنفتو پر عربي منابعو خپله تكيه كمه كړي، او د منځنۍ آسيا او د ( كسپين ) دحوزې بډايو نفتي منابعو ته چې ښايي د راتلونكو څو پيړيو لپاره كار وركړي لاره پيدا كړي . 

دغه سيمه دامريكا د پانګوونې لپاره ځكه په زړه پورې ده چې له يوه لوري يې هيوادونه غواړي دخپلو منابعو لپاره ماركيټ پيداكړي، او له بل لوري  لا تر اوسه  په دې سيمه كې  د امريكا او غرب په خلاف هغه ډول اجتماعي كركه او نفرت نشته لكه په نوره اسلامي او عربي نړۍ كې چې وجود لري .

خو دا چې دې سيمې ته تر ټولو لنډه او آسانه لار له افغانستانه تيريږى،  او دا لار بايد دومره خوندي وي چې د غرب ډيره لويه سرمايه او د نفتي ضرورت پوره كيدل په خطر كې ونه لويږي، نو ځكه خو امريكا او ټول غرب ، لومړى افغانستان اشغال كړ، بيا يې دلته خپل اشغال ته د مشروعيت وركولو په مقصد يوكمزورى ګوډاګى حكومت جوړ كړ، او بيا يې له دې تپل شوي حكومت سره د خپل دايمي او يا اوږمهالي پوځي شتون  خبري پيل كړې .  تر څو دلته خپل پوځي حضور دومره قوي وساتي چې دخپلو اقصتادي او سياسي ګټو ساتنه وكولى شي .  او دخپل پوځي حضور په قوت دلته پر هر ډول نظام دا خبره ومني چې د منځنۍ آيا او د ( كسپين) سيمې ته دې ددوئ لار په هغه ډول او شرايطو پرانستې پاتې وي چې دوئ يې غواړي ، او كه هر وخت دغه مصالح له كوم خطر سره مخ كيږي نو دغه پوځي اډې بايد ددې خطر دمخنيوي توان ولري .

امريكا ته ددې لارې تأمين په دومره درنو مصاريفو او دخطرونو په زغملو ځكه ارزي  چې غرب تر اوسه پورې د انرژۍ لپاره نفتو بل بديل نه لري ، او ددې لپاره چې حركت يې په ټپه ونه دريږې نو داسې ګڼي چې په هره وسيله او هر قيمت چې وي بايد د انرژۍ په منابعو خيټه واچوي،  او يا ورته پراخه لاس رسى ولري.  او كه پدې لاره كې ديته ضرورت پيښ شي چې پردي هيوادونه اشغال، او ولسونه يې يرغمال كړي ،هم بايد ويې كړي .

دويم هدف : په افغانستان كې د يوه ريښتنې اسلامي حكومت د قيام مخنوى :

 ټول غرب او امريكا دې نتيجې ته رسيدلې چې په راتلونكي كې يې جګړه يوازې له اسلام سره ده .  ځكه چې كمونيزم د يوې حاكمې او فعالې نظريې په حيث له منځه تللى، او نور دولتونه او نظريات لدې امله له  غرب سره ټكر نه غواړي چې له غرب سره ديني ، فرهنګي، اجتماعي مشتركات او متبادلي ګټې لري .

خو اسلام يوازينى هغه دين دى چې نه غرب ته تابع كيږي ، او نه هم له غرب سره فكري، كلتورى او اجتماعي  پيوندونه لرى.  او ددې لپاره چې مسلمانان دغرب په خلاف د پوځي ، فكري، سياسي اواقتصادي مقاومت وړتيا ولري بايد داسې آزاد هيواد او يا هيوادونه ولري چې ريښتنى اسلام وركې حاكم وي.  هغه اسلام چې د معاصر كفر له هيڅ ډول لكه ډيموكراسۍ، ليبراليزم، نړيوالتوب ، هيومنيزم، ددينونو تر منځ يو والى ، او نورو هغو نظرياتو سره چې د معاصر غربي او يا شرقي جاهليت زيږنده  دي هيڅ پيوند نه اخلي .

ددغه ډول يوه ريښتني اسلامي حكومت د رامنځته كيدلو امكان تر بل ځايه په افغانستان كې ډير دى . او دا ځكه چې افغانان دغرب د معاصر جاهليت له زهرجنو تأثيراتو نه تر ډيره ځايه ليرې پاتې دي، ريښتني اسلام يې د ژوند طبيعي بڼه تشكيلوي، او له دين او آزادۍ څخه ددفاع په لاره كې دجهاد، هجرت، قربانيو، شهادتونو او هر ډول تكليفونو د ګاللوله مفاهيمو سره په عملي ډول آشنا دي .

كله چې طالبانو د ځيني مشكلاتو او نيمګرتياوو سره سره اسلامي شريعت پلى كړ، نو پدې كار يې د اسلامي نړۍ ټولو ولسونو ته دا خبره ور تلقين كړه چې په نظام او سياست كې د شريعت تطبيقول د مسلمانانو د ستونزو يواځينى حل دى .   د نړۍ مسلمانان هم ديته متوجه شول چې هغوئ هم بايد خپل هيوادونه د غرب له سياسي ، فرهنګي او فكري تسلط څخه خلاص او اسلامي شريعت وركې پلى كړي .

هماغه وو چې غرب په افغانستان كې ديوه ريښتني اسلامي حكومت له قيام څخه په سخته ويره كې شو،  او دهغه په خلاف يې يوه بې رحمه پراخه نړيواله جګړه پيل كړه، چې لا تر اوسه روانه ده .  او دهرې نوې مرحلې په رارسيدلو دخپلې جګړې بڼه او شرائط بدلوي،  تر څو د خپلې جګړې مؤثريت وساتي، چې د امريكا او د كابل د ادارې ترمنځ  د(استراتيژيك مشاركت تړون) هم دجګړې دشكل د بدلولو دسلسلې يوه نوې كړۍ ده . او اصلي هدف يې دا دى  چې مجاهدين په هيڅ ډول پرينښودل شي چې يو داسې ريښتني اسلامي حكومت جوړ كړي چې دغرب له تسلط آزاد او د معاصر جاهليت له تأثيراتو پاك وي . 

په معاصر تاريخ كې دا خبره تجربو په اثبات  رسولې چې د اسلامي حكومت قيام يوازې د في سبيل الله جهاد له لارې ممكن دى او بس . او دا هم په هغه وخت كې چې د باطل حكومت وپرځول شي، او پر ځاى يې اسلامي حكومت راوستل شي .  نه دا چې د باطل له نظام او نظرياتو سره د (پيوند كارۍ) له لارې ،  لكه چې اوسني اخوانيان يې غواړي .

تجاربو دا هم وښودله چې په ډيموكراسۍ كې د مشاركت، انتخاباتو،سياسي فعاليت، او له سيكولرو احزابو سره د ايتلافونو، او يوازې ددعوت له لارې اسلامي نظام هيڅكله نشي راتلاى. 

همدغه تجربه څو څو ځله په اسلامي نړۍ كې په ډيرو هيوادونو كې ناكامه شوه،  او په قطعي ډول يې په اسلامي نړۍ كې كاميابيدل ناممكن دي .  او دا ځكه چې په اسلام كې بايد دين پر مسلمانانو حاكم وي ، خو سيكولر، ديموكرات، نشنلستان، ليبرالان او نور له اسلامه په تيښته احزاب او عناصر په هيڅ ډول دا نه مني چې اسلام دې د مسلمانان د ژوند په هر اړخ كې حاكم وي . او غرب هم په خپل ټول قوت دهمدغو اسلام مخالفو ډلو ټپلو او عناصرو تر شا ولاړ دى. او نه پريږدي چې افغانان دې د اسلام تر حاكميت لاندې ژوند وكړي .  بلكه غرب د ريښتني اسلام پر ځاى چې (وحيه ) يې مصدر او مسجد او  محراب يې تر شا ولاړ دى مسلمانان دهغه غربي ډوله بې حاكميته اسلام خپلولو ته تشويقوي چې سيكولر (تركيه) او نور د غرب په لاره روان  هيوادونه  يې مثال وړاندې كوي .

دريم هدف : د سيكولريزم ، ليبراليزم او تنصير حمايت او پالل :

امريكا له خپل يرغل سره سم په تيرو لسو كلونو كې د خپلې اوږدمهالې اجنډا د عملي كولو په مقصد په لسګونو سيكولر، غرب پلوي ، له دين څخه آزاد ليبرال، او نشنلست ګوندونه،  ټولنې، او سياسي تشكيلات ايجاد كړل .  او دهغو تر څنګ يې په سلګونو دولتي او نا دولتي مؤسسې چې په سياسي ، اجتماعي، تعليمي، فرهنګي، او نورو ډګرونو كې فعاليت كوي هم په كار وګومارلې، تر څو په شريكه د افغاني ټولنې د سيكولر ( بې دينه ) كولو، او دغرب په لار دروانولو لپاره كار وكړي .  او ددغو تشكيلاتو او بنسټونو پر ايجاد او فعالولويې  په سلګونو مليارده ډالر په پوځي، او ملكي ساحه كې مصرف كړل .

خو دا چې دغو سيكولرو احزابو، ټولنو، او عناصرو لاتر اوسه په افغاني ټولنه كې خپلې ريښې ندي غځولې ، او نه هم افغاني ټولنې هغو ته خپله غيږه خلاصه كړې ده ، ځكه چې دغه ټول تشكيلات او بنسټونه د يرغلګرو په لاس او د هغوئ تر څارنې، پالنې، او حمايت لاندې رامنځته شوي دي ، نو امريكا او ملګري يې لدې ويره لري چې دغه احزاب به ( شنډ) شي ، او ديرغلګرو تر وتلو وروسته به له منځه ولاړ شي .  او هغه په سلګونو مليارده ډالر يې چې د دوئ  دايجاد او پاللو په لاره كې مصرف كړي دي خوشي هدر لاړ شي . 

نو ځكه خو امريكا د(استراتيژيك تړون) په نوې بڼه دخپل اشغال او پوځي وجود پر دوام  اصرار كوي ، تر څو د غرب په لاس د رامنځته شوو سياسي ، تعليمى، اجتماعي ، او فكري بنسټونو او تشكيلاتو د قوي كيدلو او  ودې كولو لپاره مناسب ماحول تضمين كړي.  او هم خپلې ټولې هغه لاسته راوړنې له زوال څخه خوندي وساتي چې دخپلو اوږدمهالو مصالحو د تأمين لپاره يې دلته ايجاد كړې دي . 

امريكا پدې پوهيږي چې په اسلامي نړۍ كې افغانان يوازينى هغه ولس دى چې د غرب ( رنګ) يې ندى اخيستى ، او لا تر اوسه پرخپل دين اخلاقو، او اسلامي دودونو ټينګ پاتې دي، چې دغه خصوصيت په دوئ كې د هر يرغلګر په مقابل كې د مقاومت وړتيا پيدا كوي . او همدا وجه ده چې امريكا د مذاكراتو لپاره افغانانو ته  دخپل رامنځته كړي اساسي قانون ، او د ښځو د غربي ډوله حقوقو او وضعيت دې  په منل كيدلو ټنيګاركوي، او غواړي دهغو لاسته راوړنو دنه له منځه وړلو تضمين دې وشي چې د اشغال په تيرو يوولسو كلونو كې رامنځه شوي دي . او دا ځكه چې اوسنى اساسي قانون چې كفر او اسلام دواړه وركې خلط شوي دي د غرب د ټولو لنډمهالو او اوږدمهالو اهدافو  د تحقق ضمانت كوي .

تر دې هر څه ور هاخوا امريكايانو د لومړي ځل لپاره په افغانانو كې ( مسيحي اقليت) هم ايجاد كړ ، او يوه برخه پخواني كمونستان او ځيني نور اقليتي ډلې يې مسيحيت ته ورواړولې ، هغوئ ته يې  دخپل نوي دين  ( مسيحيت ) د اظهار جرات  وركړ، په ميليونونو ډالره مصاريف يې پرې وكړل ، دهغوئ د حمايت په مقصد يې د استراتيژيك تړون، په متن كې افغانستان يو كثرت ګرا د ( ډيرو دينونو لرونكى) هيواد معرفي كړ.  دهغوئ لپاره يې تبليغاتي وسايل مهيا كړل، راډيوګانې يې ورته جوړې كړې ، په خپلو پوځي اډو كې ورته ښكاره او په ښارونو كې پټې كليساګانې جوړې كړې، او د نړۍ   دكليساګانو اتحادې او ټولنې يې دهغوئ  د مرستو لپاره راوبللې،  چې په بيلا بيلو نومونو د غربي پوځونو تر حمايې لاندې فعاليت كوي .

ددې لپاره چې د ( مسيحيت ) لپاره نور هم په افغانستان كې په ډاډه زړه فعاليت وشي امريكا د(ستراتيژيك تړون) او اوږدمهالو پوځي اډو په شتون اصرار كوي، او د كابل بې واكه اداره يې منلو ته مجبوروي .

څلورم هدف : د داسې يوه اسلام دښمنه پوځ رامنځته كول چې د غرب ګټې وساتي :

په اسلامي نړۍ كې د ريښتني اسلام د له منځه وړلو، له ژوند او نظام څخه د شريعت د ليرې كولو، او د ( بى دينه ) نظامونو د رامنځته كولو په لاره كې د غرب تر ټولو كاميابه او خطرناكه پروژه د (سيكولر) او ( دين دښمنو) پوځونو ايجادول ، روزل ، واك ته رسول، او بيا هغوئ په نړيوالو پوځي تړونونو كې ورګډول ده .

په اسلامي نړۍ كې ( دين دښمنو) پوځونو، او دهغو بې رحمه او بې عاطفې پر دي پالو سيكولرو جنرالانو او منسوبينو مسلمان ولسونه د شريعت له حاكميته محروم كړي او د غرب غلامۍ ته يې  مجبوره كړي دي .

دا چې افغانستان پدې ورستۍ لسيزه كې ددغه ډول يو غلام او پردي پال پوځ له وجوده پاك شوي وو، او ځاى يې په لكونو هغو مؤمنو مجاهدينو ډك شوى وو چې د اسلام او آزادۍ په لاره كې هر ډول قربانۍ ته حاضر دي ، نو دغه وضعيت د غرب او امريكا لپاره دزغملو نه وو.

نوځكه خو يې له خپل يرغل سره سم دلته د يو اجير ، غلام، بى سواده ، او داسې پوځ په جوړولو چې دمجاهدينو په خلاف وجنګيږي كار پيل كړ. او دهمدغه پوځ جوړولو ته يې دخپلو كارونو په اولوياتوكې ځاى وركړ، او سلګونه  مليارده ډالر يې ورباندې له خپلې پوځي بوديجې څخه مصرف كړل .

امريكا دغه اجير او بى هويته پوځ ته د ( ملى اردو) نوم انتخاب كړى تر څو د ولس ځوانان وركې د څو ډالرو په بدل كې  د اسلام  او مجاهدينو په مقابل كې ودروي .

خو پوښتنه دا ده چې هغه اردو به څنګه ( ملي اردو ) وي چې :

د يرغلګرو لخوا تأسيس شوې وي ، 

ديرغلګرو لخوا ورته افسران او منسوبين غوره كيږي ،

د يرغلګرو لخوا روزل كيږي ،

د يرغلګرو لخوا ورته وسله وركول كيږي ، 

د يرغلګرو لخوا  ورته هدف تعينيږى ، 

د يرغلګرو تر پوځي او  هوايې حمايې لاندې دخپل ولس او هيوادالو پر ضد جنګيږى ،

د يرغلګرو لخوا ورته تنخوا وركول كيږي ،

له يرغلګرو سره يوځاى په پوځي اډو كې دهغوئ تر قوماندې لاندې اوسيږى ،

او د د يرغلګرو لخوا تل تر دې تعقيب لاندي وي چې دخپل ولس له مجاهدينو سره خو به خواخوږي او ارتباط نه لري ؟

يوه اردو چې تر دې حده پردۍ او مزدوره وي ، څنګه يې (ملي اردو) بللى شو؟ بلكى دا خو د صليبي ايتلاف افغاني برخه ده چې  دغربيانو د اهدافو د تحقق پخاطر دخپل دين اوولس په خلاف جنګيږي .

دا چې دغه پوځ لاتر اوسه هغومره ندى قوي شوي چې د يرغلګرو له مرستې پرته دې هم د مؤمنو مجاهدينو او خپل ولس په خلاف وجنګيږي، نو ځكه خو امريكا غواړي پر افغانانو (ستراتيژيك تړون) تحميل كړي ، اودلته  دهمدغې (پردۍ ) اردو د تقويې لپاره دوامداره كار وكړي .

پنځم هدف : د سيمې دمسلمانانو هيوادونو دائمي تهديد، او دهغوئ تر منځ د سياسي او پوځي نږديوالي مخنيوي :

امريكا پدې هم پوهيږي چې د سيمې د هيوادونو اوسيدونكي ټول مسلمان ولسونه دي، او تر منځ يې ددين ، فرهنګ، ژبې، اقتصادي متبادلومصالحو، او له دوئ ټولو سره دغرب دښمنۍ مشترك دوحدت عوامل شته ، چې دوئ سره نږدې كوې .  او همدغه مسلمان ولسونه كولاى شي چې داسې حكومتونو او قوانين رامنځته كړي چې ددغو اسلامي هيوادونو ترمنځ د سياسي او پوځي يووالي سبب شي،  چې د مناسبو شرائطو د رامنځته كيدلو په صورت كې ورڅخه يو اسلامي پوځي ، سياسي ، او اقتصادي بلاك جوړ شي .

امريكا پدې سيمه كې ددغه ډول يو وضعيت له رامنځته كيدلو سخته ويره لري، او دغه ويره يې هغه وخت نوره هم زياته شوه چې په عربي نړۍ كې ولسونو خپل استبدادي رژيمونه او دغرب ملګري ګوډاګى مشران رانسكور كړل .  له همدې امله  امريكا افغانانو ته له خپل مسلمانانو ګاونډيانو څخه (بَبَو) جوړ كړى، او له غربه راغلي سړي خواره صليبي پوځيان ورته د نجات د پريښتو په حيث معرفي كوي .  پداسې حال كې چې غربيانو زمونږ هيواد اشغال كړى،  ولس مو وژني، ددين مو سپكاوى كوي ، او اداره مو له خپله واكه محروموي. 

خو ددې په مقابل كې افغانانو ته دګاونډيو له لوري هيڅ كوم واقعي خطر متوجه ندى ، بلكه همدغه اشغالګر غربيان او دهغوئ خرڅ شوي غلامان دي چې زمونږ مسلمان ګاونډي ولسونه او پر هغوئ حاكم نظامونه راته ددې لپاره د دښمن په حيث معرفي كوي چې د سيمې ولسونه او هيوادونه يو د بل پرضد ودرووي .

له همدي امله خو امريكا اجازه نه وركوي چې د سيمي هيوادونه په خپلو كې سره قوي اقتصادي پرژي عملي كړي ، چې ښكاره نمونه يې د ايران او پاكستان ترمنځ دګازو دنل ليكي دعملي كيدلو مخنيوى دى .

ددي ترڅنګ امريكا په دغو هيوادونو كې غرب پلوي اقليتونه او دهغوئ كينه ګر مشران دهيوادونو تجزيو او دمسلمانانو ترمنځ ديوالي له منځه وړلو ته هڅوي، مادي اومعنوي مرستي ورسره كوي ، او غوښتني يې په نړيواله سطحه مطرح كوي .

نو ددي لپاره چې امريكا ددغو اسلامي هيوادونو تر منځ د سياسي ، پوځي، او اقتصادي نږديوالي مخه نيولي وي،  غواړى په افغانستان كې خپل پوځي حضور او دائمي يا اوږدمهاله پوځي اډوته د (ستراتيژيك تړون)  تر نامه لاندې مشروعيت وركړي ،  تر څو لدې لارې وكولي شي دهروخت لپاره دغه هيوادونه تر مستقيم تهديد لاندې وساتي .

دا هغه څو مهم هدفونه دې چي امريكا يې د تحقق لپاره په افغانستان كې پر خپل پوځي حضور اصرار كوي ، او د (ستراتيژيك تړون ) په وسيله ورته د مشروعيت وركولو هڅه كوي . خو حقيقت دا دى چې افغانان په هيڅ ډول او هيڅ صورت په خپله خاوره كې پردي پوځونه نه مني ، او د وروستي پوځي تر وتلو به يې په خلاف جنګيږي ، او په همدې خبره ددوئ تاريخ هم ګواهي وركوي .

( شپونكى )

د ستراتيژيك تړون  خطرناك   امريكايې ا هداف

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x