افغانستانخبرونه

بغلان او ننګرهار کې مخدره مواد او قاچاق کونکي نيول شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل) : له مخدره موادو سره د مبارزې ادارې خبر ورکړ چې څو تنه قاچاق کونکي او لسګونه کيلو ګرامه مخدره مواد يې نيولي دي.

پوليس وايي د بغلان ولايت لوی قاچاقبر يې په پلخمري ولسوالۍ کې له ۶۰ کيلو هيروئينو سره نيولی، نوموړی هيروئين په خپل موټر کې ځای په ځای کړي او د انتقال هڅه يې کوله چې په زمان خيل سيمه کې د تالاشي د پوستې پوليسو ونيو.

دغه راز د ننګرهار ولايت د سرخرود ولسوالۍ په اړونده سيمه کې د لاري په سر تالاشي کونکيو پوليسو ۲ تنه قاچاقبران نيولي، د پوليسو له قراره ياد کسان د لغمان اوسېدونکي او د مخدره موادو مشهور تجاران دي.

پوليس وايي له قاچاق کونکو سره يې ۳۹۳ کيلو ګرامه تارياک هم نيولي، پوليسو دواړه کسان عدليې او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.

له مخدره موادو سره د مبارزې اداره وايي چې تېره ورځ يې د کابل ښار په دوهمه، دريمه، شپږمه، اوومه او اتمه حوزه کې يو لړ عمليات هم ترسره کړي چې په ترڅ کې يې يوه اندازه مخدره مواد او الکولي مشروبات له له يو شمېر شکمنو کسانو سره نيولي شوي.

نشه يي توکو سره د مبارزې اداره دا خبره په داسي حال کې رسنيو ته کوي چې تېره ورځ د کابل ښار اړوندو سيمو نه خبرونه خپاره شول چې په ښکاره پکې شراب او رنګارنګ الکولي مشروبات خرڅېږي.

په دې اړه د نن ټکی اسيا راپور د دې ځای په کليک کولو سره کتلی شئ

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x