چين کې د يو سړي له ګردو ۴۲۰ کاڼي ويستل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): ګردو کې د کاڼو پيدا کېدل يوه عادي ناروغي ده، چې کله د درملو په واسطه ښه کيږي او کله بيا خبره تر عملياتو رسيږي، مګر چين کې د يو سړي په دواړو ګردو کې ۴۲۰ کاڼي پيدا شوي، چې ډاکټران او ټوله نړۍ يې هيښه کړې ده.

چينايي رسنۍ وايي، چې ذيجيانګ ايالت کې د ډونګ په نوم يو سړی د ګردو په ناروغۍ اخته و، مګر له تلويزوني معاينو او سي ټي سکين وروسته څرګنده شوه، چې د ډونګ په ګردو کې سلګونو کاڼي پراته دي.

ډاکټرانو د ډونګ عمليات وکړ او د نوموړي له ګردو يې ۴۲۰ کاڼي راووېستل.

ډاکټرانو د دومره ډېرو کاڼو د لامل پوښتنه وکړه، نو ډونګ ورته وويل، چې ده له ډېرې مودې چينايي خوراک «جسپم ټوفو» خوړ.

ډاکټران وايي، چې دغه خواړه کنسنټريټډ کيلشم لري، چې له امله يې ګردو کاڼي ډېريږي.

د ډاکټرانو په وینا، که څوک کيلشم لرونکي خواړه خوري، نو تر څنګ يې بايد اوبه هم ښې پرېمانه وڅښي؛ ځکه چې د کيلشم لرونکي خوړو سره که اوبه وڅښل شي، نو ګردو کې د کاڼي جوړېدو مخنيوی کوي.

د ډونګ عمليات کوونکو ډاکټرانو ويلي، چې له تېرو څو کالو راهيسې د ډونګ په ګردو کې کاڼي په پرله پسې توګه پيدا کېدل، مګر ده يې په اړه بې پروايي کوله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د