افغانستان

مشرانو جرګه: د چنګاښ لومړۍ د ولسي جرګې د پای ورځ ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): مشرانو جرګې غړي وايي چې د چنګاښ له لومړۍ ورځې د ولسي جرګې قانوني حیثیت له منځه ځي او دوی د کومې مقننه ادارې په توګه نه پېژني.

د مشرانو جرګې پر مشر سربېره نږدې ټول غړي په دې یوه خوله و، چې د چنګاښ له لومړۍ وروسته که له ولسي جرګې دوی ته د تصویب په موخه څه ور وړل کېږي، دوی به په یو نا قانونه پروسه «هسې» وخت تېروي.

د ولسي جرګې غړي وايي چې له قانوني اړخه دوی تر هغو واک لري چې تر څو پارلماني ټاکنې ترسره شوې نه وې.

د دوی په قول د اساسي قانون د کومې مادې له مخې چې د چنګاښ د میاشتې پیل د دوی د کاري مودې پای ټاکل شوی، ورسره په څنګ کې دا یادونه هم شوې ده چې دغه پارلمان د بل پارلمان تر قانوني پیل واک لري.

د دوی په وینا دوی تر هغو واک لري چې تر څو پارلماني ټاکنې ترسره شوې نه وې او بل پارلمان رسماً کار نه وي پیل کړی.

له قانوني اړخه پارلماني ټاکنې باید د روان پارلمان تر پای وړاندې په دېرش – شپېته ورځې کې پاتې ورسېږي او د چنګاښ د میاشتې په لومړۍ خپل رسمي کار پیل کړي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادی مسلمیار بیا وايي چې د چنګاښ له لومړي نېټې وروسته که دوی د ولسي جرګې په کومه ور لېږل شوې مسودې کار کوي، نو په یو «ناقانونه» شي به «هسې» وخت تېروي.

د ګډ حکومت مسوولین د ټاکنو د نه تر سره کېدو لپاره د بودیجې نشتوالی په ګوته کوي او هم يې د ټاکنیزو کمیسیونونو سمون د شرط په ډول ټاکلی، چې لا يې هم ناندرۍ پای ته نه دي رسېدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x