
دفاع وزارت: د ملي اردو ۸ عسکر او ګڼ طالبان وژل شوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د ملي دفاع وزارت مسوولین وايي چې په تېرو څلورویشتو ساعتون کې د ملي اردو ۸ عسکر او ګڼ طالبان وژل شوي دي.
د دفاع وزارت له مطبوعاتي څانګې خپره شوې خبرپاڼه وايي چې دغه وسله وال او طالبان د ملي اردو عسکر د هېواد په ګوټ – ګوټ کې وژل شوي دي.
د دوی په خبره امینيتي ځواکونه په روزګان، بدخشان، سرپل، بلخ، کندوز او هلمند کې عمليات پیل کړي چې شپږ څلوېښت تنه طالبان يې وژل او د ملي اردو اته عسکر وژل شوي دي.
طالبانو د دفاع وزارت له لوري ورته څرګندونې تل رد کړې دي او دا يې دولتي ځواکونو ته د هغه د مسوولینو له لوري «کاذبانه ډاډ» بللی دی.
طالبانو د بادغیس په سنګ اتش، د دایکندې په ګیزاب، د کندهار په خاکریز، د کاپیسا په نجراب، د ننګرهار په حصارک او ګڼو نورو سیمو کې د ګڼو عسکرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د دوی د خبرپاڼې له مخې د ننګرهار په حصارک کې يې د اربکيانو پوسته سوځولې او پنځه اربکیان يې پکې وژلي دي.
په ورته توګه يې د بادغیس په سنګ اتش سیمه کې د ۲۶ عسکرو د مرګ ـ ژوبلې خبر ورکړی او ويلي يې دي چې د سنګ اتش په کپچان سیمه کې يې دوه پوستې له دولتي امنیتي ځواکونو ګوتو ته کړې دي.