نړۍ

کوټه او مستونګ کي دډزو له امله ۱۵ کسانوته مرګ ژوبله واوښته

quettafiring(نن ټکی اسیا مارچ۲۹/۲۰۱۲) نن سهار دکوټي ښارسپینی سړک باندی نامالومووسلوالو یوموټر ترډزو لاندي راوستي چی له امله یی دیوي میرمني په شمول ۵ تنه وژل شوی او۶ نورسخت ژوبل شوی دي. دمختلفو سرچینو په حواله چي وسلوالو کسانو چی کوم موټرپه نښه کړی دي، دی موټرکی ټول سواره کسان هزاره ګان وو.

تیره ورځ هم ورته سړک باندی دمالومو وسلوالو له لوري دوه هزاره دکانداران دنامالومووسلوالو له لوري وژل شوی وو. په کوټه کی دهزاره ډیموکراټیک ګوند دپیښی سخته غندنه کړی ده، اوبریدګرانو دنیولو غوښتنه یی کړی ده.

له بله لوري دبلوچستان ایالت مستونګ ښار کی په یوه موسسه پوری تړلی موټردنامالومو وسلوالو له لوري ترډزو لاندی راغي چی له امله یی دوه کسه ځاي پرځاي وژل اودوه نور سخت ژوبل شوی دي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x