نړۍ

اوباما عراق ته ۴۵۰ نور امريکايي عسکر ليږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): امريکايي ولسمشر بارک اوباما د امنيتي چارواکو هغه پلان منلی، چې له مخې به يې د اسلامي دولت د پرمختګ د مخنيوي لپاره د عراقي عسکرو، بشمرکه او شيعه ملېشو ملاتړ او مرستې لپاره اضافي ۴۵۰ امريکايي عسکر عراق ته ليږي.

سپينې ماڼې څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې اوباما د عراقي عسکرو او ملېشو د لوجستيکي او نظامي ملاتړ امر کړی او تر څنګ يې دا هم ويلي، چې د دغو عراقي عسکرو او شيعه ملېشو د ملاتړ او روزنې لپاره به ۴۵۰ امريکايي عسکر عراق ته ليږي.

د سپينې ماڼۍ په وينا اوباما دا پرېکړه د عراقي ولسمشر حيدر العبادي په غوښتنه کړې ده.

خبرپاڼه زياتوي، چې دغه امريکايي عسکر به د الانبار په نظامي اډه کې ځای پر ځای کيږي.

د اوباما له اعلانه څو ساعته وړاندې رويټرز خبري اژانس د امريکايي امنيتي سرچينو له قوله ليکلي و، چې د نوو امريکايي عسکرو دنده به د عراقي عسکرو او نورو عراقي ملېشو او اربکيانو روزنه او د دوی تر منځ هماهنګي پيدا کول وي.

يوې امنيتي سرچينې رويټرز ته ويلي، چې نوي امريکايي عسکر به له روزنې زيات په امنيتي او نظامي سلامشورو کې بوخت وي.

بل پلو د ولسمشريزو ټاکنو جمهوري پلوي نوماند جېب بوش د اوباما د پرېکړې ستاينه کړې او الانبار کې يې د امريکايي عسکرو د نوې اډې جوړول يو ګټور ګام بللی دی.

جېب بوش، چې تر تېرې لنډې مودې پورې د فلورېډا ايالت والي و، پر اوباما يې نيوکې کولې، چې د اسلامي دولت د ځپلو لپاره وړ پاليسي نه لري او دی يې د اسلامي دولت پر وړاندې ناکام باله.

د يادونې وړ ده، چې امريکايي امنيتي مسؤولين له ډېرې مودې ټينګار کوي، چې د عراقي ځواکونو، شيعه او بشمرکه ملېشو تر څنګ د سني اربکيانو روزنه او ملاتړ ته بايد ډېر پام وشي.

روانه اونۍ المان کې د اوو سترو هېوادونو د غونډې پر مهال عراقي ولسمشر حيدر العبادي له رسمي غونډې وروسته غوښتل، چې اوباما سره خبرې وکړي او کله چې د اوباما څنګ ته کيناست، اوباما تر پايه هېڅ توجه ور نه کړه او ځان يې نورو کسانو سره بوخت وښوده.

د اوباما او حيدر العبادي دغه ويډيو رسنيو تکراري خپره کړه او تېره ورځ سپينې ماڼۍ اعلان وکړ، چې اوباما عراقي ولسمشر سره داسې د سپکاوي چلند نه دی کړی او عراق ته د امريکايي عسکرو د لېږلو پرېکړه يې هم د ښاغلي عبادي په غوښتنه کړې ده.

سپينه ماڼۍ زياتوي، چې د اضافي عسکرو د لېږلو پرېکړه يې نظام کې د اصلاحاتو د راوستو په شرط کړې ده.
امريکا د تېر کال جون مياشت کې د نړيوال ايتلاف په مشرۍ عراق کې د اسلامي دولت پر ضد هوايي بريدونه پيل کړي، چې تر اوسه د دغه دولت په ځپلو نه دي بريالي شوي.

تېر کال جون کې اسلامي دولت د نينوا ايالت مرکز موصل نيولی و او اوس يې د الانبار ګڼې سيمې نيولي دي.
الانبار سعودي، سوريې او اردن سره سرحد لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x