افغانستان

اشرف غني ځان لپاره څلور نور سلاکاران وټاکل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني ځان لپاره څلور نور سلاکاران وټاکل.

دغه څلور واړه سلاکاران، په کورنيو، امنيتي، سولې او سياسي چارو د سبمالښت په موخه ټاکل شوي دي.

ملي تلويزون په خپله بيګانۍ خپرونه کې وويل، چې د پکتيا پخوانی والي جمعه خان همدرد امنيتي، خالد فاروقي کورنيو چارو، د سرحداتو پخوانی وزير اکرم خپلواک سياسي چارو او قطب الدين هلال د سولې په چارو کې اشرف غني خپل سلاکاران ټاکلي دي.

د ګډ حکومت دوهم مشر ډاکټر عبدالله هم له يو درجن زيات سلاکاران او مرستيالان لري او د هغه اول مرستيال انجينر خان محمد يوولس سلاکاران ټاکلي. په دغو سلاکارانو کې د ده زوی هم دی.

د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې ګډ حکومت کې هر مشر د ځان لپاره ګڼ شمېر سلاکاران او مرستيالان ټاکلي دي او ډېری ټاکنې د وړتيا پر ځای په سياسي اړيکو شوي دي.

ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې اريون وايي، چې ملي وحدت حکومت يو سهامي شرکت دی او هر څوک په کې خلک پلويان د سياسي اړيکو له مخې ټاکي.

ارين يون زياته کړه، چې له وزارته نيولې، تر ولايت او رياسته هر څه د وړتيا له مخې نه، بلکې د سياسي اړيکو له مخې وېشل کيږي او د ګډ حکومت هر غړی په کې خپل کسان معرفي کوي.

د پېښو څارونکي د اشرف غني په سلاکارانو هم نيوکې کوي او وايي، چې ده هم د پخواني ولسمشر کرزي په څېر ګڼ شمېر سلاکاران ټاکلي او پايله به هم يوازې د سياسي پلويانو خوښي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x