شعـــــرونهپښــــتو ادب

قرباني اوكاميابي

سيد احسان الله الهام

قرباني او كاميابي سره پيدا كړل
څومره ښه ګل او سپرلي سره پيدا كړل

دا چي يو په بل پسې په دين ستي شول
دې مينو ابدي سره پيدا كړل

چي په كلك عزم زلمى له كوره ووت
بس رقيب او خپل مرګي سره پيدا كړل

پوه سه لنډ شول ورته درست اوږده مزلونه
عبادت توان او ځواني سره پيدا كړل

خداى خبر چي يې ماغزه نور په قرار شي
د غليم سر او لرګي سره پيدا كړل

مودې وشوې سره ورك يو لا الهامه !
كړه دعا كه مو خالي سره پيدا كړل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ارمان احمدزاي

نوي درز غوبل ليکوال ارمان احمدزاي د عبد الله عبدالله له ولس کشري وروسته په جمعيت کې اختلافونه تر هغې کچې رارسېدلي، چې ښايي ځينې يې د جمعيت له ادرس څخه د عبدالله ولس کشري رد کړي محور ته رسېدلي راپورونه وايي، په مخالف لوري کې درې کسان ، ډاکتر مهدي او حفيظ منصور) په عطامحمد نور او صلاح الدين رباني تور لګولى، چې په جمعيت کې يې ځانونو ته اعزازي منصبونه جوړ کړي او ټول ګوند شخصي کاروي. په جمعيت کې درځونه له يوه کال راهيسې د کنګرې د نه رابللو په سبب وو، خو اوس له عبدالله عبدالله… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x