له رمضانه وړاندې بايد خپلې توبې تازه کړو

عادل بن عبدالعزيز المحلاوي

ژباړه: احمدالله احمدزی

مسلمانان بايد د خپل پيغمبر عليه السلام په تقليد هر وخت توبې وباسي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به هره ورځ له سل وارې زيات توبه ويسته.

له روژې مخکې توبه ويستل ځکه مهم دي، چې دا يو نوی او لوړ پړاو دی، څوک چې رمضان مياشتې ته ورسېد، نو ټول خير ته ورسيد.

ابن قيم رحمه الله د توبې په اړه فرمايي:
«توبه الله تعالی ته تلونکو خلکو لپاره اوله، منځنۍ او اخري لاره ده.»

توبه يوازې د ګناه ګارانو او مجرمينو لاره نه، بلکې دا د انبياوو لاره ده. الله تعالی فرمايي: ” وعصى آدم ربه فغوى ثم اجتباه ربه فتاب عليه وهدى ”

بس چا ته چې الله تعالی د توبې توفيق ورکړ، دا انسان د خير، مهربانۍ او شرافت لوړې درجې ته ورسېد او همدا خلک د جنت وړ کسان دي.

له روژې وړاندې ځکه بايد خپلې توبې تازه کړو، چې له روژې پرته زموږ ډېری مسلمانان د لمونځ، نوافلو، تلاوت او نورو خيرونو څخه بې برخې وي.

له نېکو کارونو او عبادتونو زموږ د محروميت يوازنی لامل زموږ ګناهونه دي او له روژې وړاندې ځکه توبه ويستل په کار دي، چې الله تعالی مو په دغه مياشت کې له خپلو عبادتونو او نېکو کارونو محروم نه کړي او که په رمضان کې هم له نېکو اعمالو، عبادتونو او د خير له کارونو محروم شوو، نو د دې زيان اندازه لګول ناشوني دي.

موږ بايد په روژه، بلکې هره ګړۍ الله تعالی ته توبې وباسو؛ ځکه چې ګناهونه د زخمونو په څېر دي او ډېر وخت پرله پسې اوږده ټپونه انسان وژني.

زموږ ډېر مسلمانان د خپل رب نافرماني کوي او هېڅ باک يې هم نه وي او دا بې چاره نه پوهيږي، چې د الله تعالی له عبادته محروميت تر ټولو ستر عذاب دی.

يو سړي ټول عمر په ګناهونو کې تېر کړی و او يوه شپه يې وويل، چې يا الله، ما ستا څومره نا فرماني کړې او د دغې نافرمانۍ هېڅ اغېز نه وينم.

نو د الله تعالی له لوري پرې غيبي اواز وشو: «اې زما بنده… ته ما له خپل عبادت او مناجاته نه يې محروم کړی؟» يعنې د الله تعالی له عبادت او مناجاته محروميت تر ټولو ستر عذاب دی.

زموږ ګناهونه موږ د الله تعالی له خواږه عبادته محروموي او علماء فرمايي، چې د الله تعالی عبادت د دنيا پر سر جنت دی.

د رمضان له راتلو وړاندې بايد له سره توبې وباسو، استغفار ووايو؛ ځکه چې په تېرو يوولسو مياشتو کې مو زړونه سخت شوي وي، بيخي کاڼي ترې جوړ وي، سترګې اوښکې نه تويوي، د تلاوت پر مهال موږ کې خشوع نه وي، جومات کې د قاري صاحب تلاوت اورو، هېڅ اغېز نه کوي، هېڅوک دا نه وايي، چې د الله تعالی کلام اورم او هېچا کې عاجزي نه ليدل کيږي، نو موږ بايد له روژې وړاندې ښه په اخلاص توبې وباسو، تر څو مو زړونه نرم شي، الله تعالی را څخه راضي شي او روژه کې د ښو عبادتونو توفيق راکړي.

توبه بايد خپل عادت وګرځوو، ځکه چې انسان د خپل ژوند لپاره څومره پلانونه جوړ کړي، خو مرګ پرې راشي او هر څه ترې پاتې شي او توبه يوازنۍ درمل دي، چې د دنيا او اخرت د بريا لامل ګرځي.

بس توبه موږ د دنيا او اخرت له شره ژغورلای شي او انسان بايد په دنيا کې خپل امېدونه او ارزوګانې دومره ډېرې نه کړي، چې بيا يې توبه او اخرت له یاده وتلی وي.

مرګ زموږ لپاره تر ټوله غوره نصيحت کوونکی دی.

له روژې وړاندې ځکه بايد توبه وباسو، چې د ژوند ټول چاپېريال مو له فتنو ډک دی، هر ځای قتلونه، وژنې، بې لاري او ګمراهۍ خپرې دي، د منعه کولو يې څوک نه شته او له دې شره د خلاصون يوازينی حل الله تعالی ته په اخلاص رجوع کول دي او بس.

رمضان د الله تعالی له لوري يوه رڼا او مهرباني ده او د ګردې نړۍ لپاره د هدايت سبب دی او څوک چې له دې خيره بې برخې شو، نو هغه له ټول خير او برکته بې برخې شو.

ټول مسلمانانو وروڼه او خويندې بايد روژې ته بشپړ تياری ونيسي.

له روژې وړاندې توبه او په روژه کې داسې عبادت وکړي، چې الله تعالی ترې راضي شي او دا عبادت مو د دنيا او اخرت د بريا او خوښۍ ضامن شي.

دا معلومات هم نه شته، چې تر بلې روژې رسيږو کنه، راضئ له همدې روژې داسې ګټه پورته کړو، چې خپل رب پرې راضي کړو او د تل لپاره په شريعت برابر ژوند وکړو.

اللهم يا رحيما بالعباد ، ويا لطيفا بالخلق وفقنا للتوبة النصوح وخذ بأيدينا لما يرضك عنا .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د