کندهار: خلک د پولیسو له چلنده شکایت کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار اوسېدونکي وايي چې په دې ښار کې د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق تر مشرۍ لاندې هر پولیس پر هر عادي وګړي د قومندان حیثیت لري.

د دوی په خبره پولیس دا حق لري، چې بې له محاکمې دې مجرم معرفي کړي او په یوازې ځان، د قاضي، پولیس او څارنوال ټولې دندې پر مخ بوځي.

حیات الله وايي چې د څلورمې امنیتي حوزې پولیسو د موټر له دروازې ور کش کړ او تر دې بريد يې وواهه، چې بېرته زنګېدلی کورته روان و.

حیات الله وايي چې د څلورمې امنیتي حوزې پولیسو د موټر له دروازې ور کش کړ او تر دې بريد يې وواهه، چې بېرته زنګېدلی کورته روان و.

د کندهار یو تن اوسېدونکی حیات الله وايي چې پولیسو یوازې په دې خاطر تر مرګه وواهه، چې ټکسي ته د پورته کېدو په وخت کې د دوی له چيغې سره سم پورته نه شو او یو څه ځنډ ترې وشو.

حیات الله وايي چې د څلورمې امنیتي حوزې پولیسو د موټر له دروازې ور کش کړ او تر دې بريد يې وواهه، چې بېرته زنګېدلی کورته روان و.

ابراهیم فیضي د فیسبوک یو تن کاروونکی هم په کندهار کې د پولیسو له لوري خپل سري وهل ټکول تايدوي او وايي چې ده پخپلو سترګو داسې کس ولید چې پولیسو په هیڅ جرم وډباوه.

فیضي وايي چې د کابل دراوزې څلولارې ته څېرمه له یوتن موټرسایکل سپور نه د اوږې دسمال ولوید، نوموړی يې د را اخیستو هڅه وکړه خو پولیسو پرې حمله که او ویل يې چې ولې يې لاره بنده کړې ده.

تر دې وړاندې هم د کندهار خلکو د پولیسو له چلند شکایتونه کړي دي، خو د دوی په خبره سیمه ییز امنیتي مسوولین د پولیسو په ټولو نا قانونه حرکتونو خبر او پټه خوله دي.

د ثور په ۲۷مه هم د کندهار ښار په زړه کې صرافۍ مارکېټ ته څېرمه پولیسو یو تن ټکسی چلوونکی وواوژه سیمه ییزو امنیتي مسوولینو د پېښې د تایید تر څنګ وویل چې د دوی پولیسو وژل شوي ټکسي چلوونکي ته د درېدو امر وکړ خو نوموړی نه وه دریدلی، نو ځکه یې وواژه.

د کندهار اوسېدونکو د دې ښار پولیس له غلو سره هم همکار او همغږي بلل او ويلي يې و چې د غلاوو ډېرې پېښې د پولیسو د پوستو تر څنګ کېږي، چې پولیس د خلکو چیغي اوري خو مرستې ته يې نه ورځي.

د دوی په خبره پولیس ځکه له غلو سره لار یوه کړې، چې خپل معاشونه پر وخت نه ورکول کېږي.

وړاندې تر دې د کندهار د پولیسو په اړه دا شکایت هم شوی و، چې د ښوونځي ماشومان په زور په لاره کې پوستو ته ور ګرځوي او غیر اخلاقي ویډیوګانې پرې ګوري.

دا په داسې حال کې دی چې څه موده وړاندې برتانوۍ ورځپاڼې د کندهار د پولیسو مشر جنرال رازق یو «وحشي» او د بشر ضد کړنو تورن کس بللی و او په اړه يې یو وېروونکی راپور خپور کړی و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د