د ښوونکو غوښتنې ولې نه منل کیږي؟ – سرليکنه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: نن یولسمه ورځ ده چې د هیواد د مرکز او نور و ۱۸ ولایتونو ښوونکو په تحصن لاس پوری کړی او له ګډ حکومت څخه د خپلو مشروعو مطالبو غوښتنه کوي.

د کابل اوشاوخوا ولایتونو د ښوونکو دغه کاري تحصن د غبر ګولي د میاشتې په لسمه نیټه د کابل له حبیبیې لیسې څخه پیل په تدریج سره د کابل ټول ښار او بیا ننګرهار، تخار کونړ، پکتیا او دهیواد نورو ولایتونو ته وغځیدو.

د مرکز او ولایتونو ښوونکي یواځې د خپلو استحقاقاتو او هغو ژمنو د پوره کولو غوښتنه کوې کومې چې په دې وروستیوکې د ګډ حکومت د مشر لخو ور سره شوې.

د ګډ حکومت مشر د خپل حکومت په لومړنیو ورځو کې په کابل کې د ښوونکي د ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې له نن نه ۶ میاشتې وروسته به د افغانستان ټول ښوونکي خپل کور ولري او هغوی ته به له دولتي ملکیت څخه یوه یوه نمره ځمکه ورکړل شي.

نوموړي دا خبرې په ډیر جدیت سره کولې او ویل یې چې له هرچاسره شوخي خو د ښوونکو په حق کې هیڅ ډول شوخي ورته د منلو وړنه ده.

خو نن له هغې نیټې تقریبا ۸ میاشتې تیریږي چې د ښاغلي اشرف غني د نورو بي شمیره ژمنو په څیر نه ښوونکي د خپل کورڅښتانان شوي او نه هم هغوی ته خپل استحقاقات او معاشات په خپل وخت ورکول کیږي .

بالآخره ښوونكي دیته اړیستل شول چې په تحصن لاس پوري کړي او خپل حق د درسونو د تحریمولو له لارې تر لاسه کړي.

بي له شکه چې په مرکز کابل او دهیواد په نورو ولایتونو کې د لس ګونوزره ښوونکو تحصن او د زده کوونکو لپاره د درسونو تحریم د ښوونیز کال په بهیر ډیره منفي اغیزه لري.

او که چیرې اوس پر خپل وخت د هیواد د محدودو ولایتونو دښوونکو غوښتنې ونه منل شي د دې ویره شته چې دا تحصن هیواد شموله او له کابل نه ټولو ولایتونو ته وغځیږي چې بیا به یې منفي اثرات د معارف ټول جریان لا اغیزمن کړي.

ښوونکي چې په حقیقت کې د ټولني معماران بلل کیږي پر دولت دا حق لري چې د دوی حقه حقوق تأمین کړي ورته ترڅو دوی وکولای شي په فارغ زړه د هیواد دځوان نسل د سالمې روزنې لپاره کار وکړي .

اوس مونږ له رسنیو څخه اورو چې په هیواد کې میلینونو جریبه دولتي ځمکه د زورمندانو او مافیايي غاصبینو لخوا غصب کړای شوې .

که ګډ حکومت نور هیڅ ونه کړې او په هرولایت کې په ډیره لیږه اندازه همدا دولتي غصب شوې ځمکه د غاصبینو له لاسه را جلا او ښوونکو ته یې دهغوی د وطني او ملي خدمت دمکافات په خاطر ورکړي هم د هیواد دټولو ښوونکو ستونزه ورباندې حل کیږي .

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
rehmat jan
میلمه

عجبه مشوره موورکریده غاصبین سوک دی ؟ روزواکان سوکدی؟ دانظام دچاده؟شوونکی سوک سه کیی؟تاسی له داسی یوچاسه گیله وکی سی حداقل دانسانیت یوه نمونه خوولری دانظام دخرپاله خلکو نظام ده پدی کی معلم قاری عالم اوداسی نوراشخاص سی تولنی ته حقیقی خدمتگارورته ویلای سو اصلا هیس حق نلری نوگیله له چا؟