نظــر

مذاکرات د عقل او تدبیر معرکه

tayab-agha جنګ : د یو طرف د تجاوز نتیجه وي

معمولاً په جګړو کې یو طرف حتماً په ناحقه وي  ولي په دي اړه قضاوتونه او داورې مختلفې وي
څوک (او ډیری کسان) پکې کمزوری طرف په ناحقه ګڼي، څوګ پکې بی طرفه وي یو طرف هم ورته ترجیح نلري، څوګ پکې متجاوز په ناحقه او مظلوم په حقه ګڼي.

د قضاوت وروسته په دي اړه درېځونه توپير لري :

ډیری پکې د قوي طرف خوا نیسي لکه نن چې په افغانستان کې لیدل کیږي، کله کله پکې ډیری کسان د مظلوم خوا نیسي لکه پرون چې په افغانستان کې ولیدل شول (د شوروي پر ضد)

کله کله دغه درېځونه وجداني وي محض د مظلوم نه دفاع پکې هدف وي، کله کله سیاسي وي د ملاتړ کونکي پکې خپله ګټه مطرح وي.

جګړي په درې صورتونو کې ګټل کیږي :

۱- چې طرف پکې په حقه وي او هم متحد او هم د قربانۍ جذبه ولري
۲- چې مقابل طرف پکې د قوي زعامت نه برخمن نه وي د خپل طرف اعتماد ونلري د یو ګټونکي   په حد کې تدبیر ونلري.
۳- چې مقابل پکې د معنوي برتري څرګندې بېلګي ونلري او طرف پکې د عادي وسايلو او صف د وحدت له مخې برتري ولري.

 سوله :

سوله د دواړو لوریو له خوا  د یوې مکملې ماتي نه د مخنیوی وروستی تدبیر دی.

په زړه پورې سوله هغه ده چې د جنګ نه وروسته د فتحې سره راشي:

په دې جنګ کې قوي طرف د جنګي قوي درېځ نه په  استفاده د خپلو موخو یوه برخه لاسته راوړي ولي پاتي پکې د طرفینو د عقل او تدبیر جګړه یو طرفه کوي.
څومره چې جنګ ساده او یوستوی وي هومره پکې سوله هم آسانه وي ولې هغه جګړي چې پکې قوي طرفونه طرف وي او بیا پکې مختلفو جهتونو برخه اخستي وي لکه د افغانستان روان جنګ بیا نو پکې سوله او مذاکرات ډیر پېچلي او له چلنجونو ډک وي.

معمولاً سولي درې ډوله وي:

۱- چې درېیم ګړې ته پکې  واک ورکړل شي
۲- چې په جګړه کې اخته طرفونه مخامخ مسايل بحث (مذاکراتو) ته وغورځوي
۳- چې درېیم ګړی پکې د ترجمان او نظرونو د نژدې کونکي رول ولري

په اول ډول سوله کې د درېیم ګړې انتخاب د ګټلو او بایللو لومړی او وروستی قدم دی

په دویم ډول سوله کې د عقل او تدبیر ډیر څه رالوڅیږي

په درېیم ډول سوله کې طرفین د فکر او غور لپاره ښه چانسونه لري

 مذاکرات :

مذاکرات لاندې ابعاد لري :

۱- د مذاکراتو محور
۲- د مذاکراتو بستر
۳- موخې او اهداف
۴- هغه چې مخامخ پکې ګټل کېږي
۵- هغه چې د یو میکانیزم په لړ کې ګټل کیږي
۶- هغه چې د مقابل لورې نه په واقعي  درک ګټل کیږي

اول د مذاکراتو محور :

د مذاکراتو محور د هغه هئیت نه عبارت دی چې د مذاکراتو لپاره انتخابېږي
د طرف نیمه ګټنه یا بایلنه د همدغه انتخاب پورې تړلې ده.
که د مذاکراتو محور قوي انتخاب شو په مذاکراتو کې به یې لاس بر وي

دا چې د دې محور د قوت رمز په څه کې دی :

اول چې اشخاص د خپل طرف پوره اعتماد ولري

دویم هغه موخې چې  معامله پرې نه کیږي او هغه چې معامله پری کیدای شي، هغه ښې وپېژني

درېیم د(۶)  بعد په حساب آګاه وي مانا دا چې  د دښمن د عیني او نفسي موقعیت نه ښه آګاه وي.

څلورم د خپل طرف له موقعیت نه هم آګاه وي او هم یې پوره باورونه او اختیارونه اخستې وي.
همداسې مذاکراتو ته د ننوتلو مخکې مخکې باید د دغه محور سره هم فکره ډلې یا اشخاص په اعتماد کې واخستل شي څنګه چې جګړه پر ملګرو تقویه کیدای شي همداسې سوله هم د ملګرو په شراکت ښه تقویه کیدای شي څه هغه د ملت په سطحه وي یا سیمې دا هم په دې جمله کې ده چې که په مذاکراتو کې د مقابل لورې ځيني اړخونه ملګري کړل شي د طرف د بري چانس دی.

( د حزب اسلامي او طالبانو وروڼو بېل بېل مذاکرات یا د مذاکراتو په لړ کې د هر طرف تقسیم کیدل دا حالت واقعاً د یوه ملي دریځ لپاره توجیه نلري (اثرات یې منفي دي)

 دویم د مذاکراتو بستر :

څنګه چې جګړه ساده وي د مذاکراتو بستر هم پکې ساده وي ولې په داسي جګړو کې لکه نن چې په افغانستان کې روانه ده. د جګړو بستر پېچلی وي ځکه:

د مذاکراتو بستر پکې پراخ دی

طالبان امریکا

طالبان کرزی

طالبان او د شمال جبهه (ځکه محقق او ډاکټر عبدالله یو یې کابل خپل ممثل نه ګڼي)

د همدې بستر له مخې روان مذاکرات هم خطرناک او هم پارونکي دي.

دا ځکه چې د افغانستان په قضیه کې ډیر جهتونه مداخلې لري او د خپلې مداخلې سلسلې یې په درنو مصارفو باندې تعقیب کړې دي.

مذاکرات چې د دې پړاو د پایلو او ثمراتو د وېش موسم دی هر طرف پکې هڅه کوي چې یو څه پکې لاسته راوړي او په نوي راتلونکي ستراتیژي کې هم یو ډول حضور ولري.

معلومه نه ده چې طالبان او امریکا دې مذاکراتو ته د حل په رښتیني هیله ننوتلې او که دا په حقیقت کې (بله معرکه ده) د یو بل د لوڅولو او ناکامولو په موخه تپل شوې  ولې په هر صورت روان مذاکرات په دې خاطر چې جګړه پکې د نړیوال او سیمه ایز بحران حد ته پورته شوی.

په سوله کې هم همدومره لیري لید او حوصله غواړي بلکې  د مداخله ګرو د پارونکو غبرګونونو نه ځان ساتل په کار دي.

په دې خاطر چې د افغانستان قضیه د یو ملي سیمه ایز او نړیوال بحران ابعاد لري په دې بستر کې یا مخامخ یا شا په شاه پاکستان، ایران شاملول خپله د یوه ژور حل شرط دی.
په دغې اړه طالبان یا مجاهدین اصلي او مهم مسايل له امریکا سره لري چې دغه برخه مخامخ حل نه شي د کرزي یا شمال جبهې سره د هغو د حل لپاره مذاکرات اصلاً د سولې لپاره بنده لاره ده.
یو خو دا ټول د دغو جهتونو په واک کې نه دي بل یې کیدای شي حل ته مخلص هم نه وي.

ولې طالبان او مجاهدین د افغاني طرف سره هم د مذاکراتو پرته سولې ته نه شي رسیدلی الا د جنګ د تداوم په صورت کې.

د دې قضيې حل دوو شیانو پېچلی کړی دی :

د مذاکراتو بستر
د مذاکراتو د طرفینو په منځ کي د موخو درانده او متضاد مسايل

درېیم د سولي موخې او اهداف :

معمولاً هغه چې د جنګ انګیزي وي هغه او څه نور دا د سولي موخې او اهداف تشکیلوي.
په افغانستان کې تیره او روانه جګړه، مذهبي جګړه ده (کیدای شي پکې افغاني طرفونه لاندې موخې ولري، مذهبي موخې او ملي موخې.
د سولي او جنګ د موخو لویه موخه د اشغال خاتمه او د امریکا او ناټو د لښکرو وتل دي) او دا د ملي حاکمیت او ملي موخو د سر موخه هم ده.
په دې اړه د یوی یا څو اډو منل خپله د اشغال د تداوم معنی ده د افغانستان د پاتي مسايلو په باب اصلي خبري باید له افغانانو سره وکړل شي له دي آ خوا د ملي مسايلو پر باب د امریکا سره موافقي او بحث یو سیاسي اشتباه ده.

په دې اړه دویمه او درېیمه موخه:

اسلامي نظام او د شریعت تطبیق هغه کلي اهداف دي چې په عنوان کې یې مشکلات نشته ولي په اجتماعي برخه کې د ښځو حقوق، بشري حقوق، او په سیاسي برخه کې د جمهوریت او دموکراسي په اړه او مقایسه د نظام په ارزښتونو کې ډیر توپیر دی.
آزاد انتخابات چې په اسلامي نړۍ کې آن د اسلامي تحریکونو له خوا یا د اسلام سره په مثبتو اړخونو کې د توافق له مخې یا هم په دې خاطر چې اسلامي تحریکونه پکې د ملتونو د اکثریت مسلمانو پرګنو په اعتماد د خپل تحریک پاتي اصلاحات بل او راتلونکي پړاو ته پریږدي په دې اړه ډیری په انتخاباتو کې له وخته مخکي ننوتلي دي، په پاکستان کې، په مصر کې، په  ایران کې ولې زمونږ په هیواد کې طالبان پر هغه پخوانۍ طریقه باندې ولاړ دي چې په دي اړه باید مسأله یا په مذاکراتو کې لاره پیدا کړي یا هم پکې غوڅ تصمیم د علماو یوه کونسل ته وسپارل شي چې هغه د ملت په سطحه وي یا د اسلامي نړۍ په سطحه
د امیر انتخاب د اسلام په صدر کې د وخت مطابق په مختلفو طریقو باندې راغلی دی.

د حضرت ابوبکر رض اول خلیفه انتخاب په خاصه طریقه و بیا د حضرت عمر رض انتخاب په بله خاصه طریقه و همداسی د حضرت عثمان رض او حضرت علی رض انتخاب هم په بېلو بېلو طریقو باندي شوی هیڅ چا پکې په تیره خاصه طریقه ډیر ټینګار نه دی کړی ولې بیا هم په ټولو طریقو کې یې انتخاب د پرګنو او امت حق ټاکلی دی.
وروسته چې پکې جګړې او فتنې راغلې د وخت فقهاو د حضرت معاویه ټاکل په بله طریقه چې د حکم او مصالحې طریقه وه د ضرورت له مخې ومنله او بیا وروسته فقهاو د غلبې امارت هم د وینو او فتنې د مخنیوي په خاطر تاید کړ بلکې د فتنې او جنګ د درولو په خاطر د وخت فقهاو د عباسي خلافت په مهال په اندلس کې د خلافت تعدد هم وزغامه.
د مادام العمر امیر قضیه په امارت کې د ځينو له نظره په اوسني دور کې ډیر کرته په ارثي سلسلو کې بدلیږي چې د فساد تاریخي جرړه  ده د همدې ځایه هغه ډلي چې خپل امیر ټاکي لکه د مصر اخوان المسلمون، د پاکستان جماعت اسلامي، د ترکيې اسلامي تحریک په هغو کې د فساد ریښې په اسانې وده نه کوي، ولي زمونږ په هیوادونو کې د  امیرانو استبداد او د کورنۍ سلسله ایزې بقاء مسلمانان پر هغو فتنو وربرابر کړل  چې اسلام پکې بدنام شو بیا هم د المسلمون عند شرو طهم له مخې دا قضیه اجتهادي ده په اسلام کې د فتنو د مخنیوې په خاطر ځينې مسلمانان یې د شرط له مخې مني.

د نظام په سیاسي جوړښت او طریقو کې  حزب اسلامي په روان جریان کې ډیر مشکل نلري هر څه اجتماعي برخه شوه،
لکه :

په انتخاباتو کې د ښځو ګډون

په دفترو کې د ښځو کار

د اختلاط مسايل

د حجاب مسايل

خارج ته د ښځو سفر

د ښځو تعلیم – چې دا ټول د اسلام له نظره له سره تنظیم غواړي.

همداسې د تعلیمي نصاب په اړه ډیر مسايل دي په بین المللي سطحه د جلساتو، کانفرانسونو، سفارتي تعامل په اړه ډیر مسايل دي چې کیدای شي په اړه یې طالبان وروڼه او هم حزب اسلامي خپل خاص اسلامي نظر ولري.

درېیم د اساسي قانون پورې اړوند مسايل دي چې طالبان پکې ډیری مسايل د فتوا له مرجع نه پرته پارلمان ته په سپارلو يې راضي نه دي.
په دې اړه په مذاکراتو کې د موخو په حساب د هغو حل کیدای شي داسې په اسانې تنظیم نه شي او په اسانې پکې موافقو ته ونه رسېږي.
په دې اړه کیدای شي لاندې بحث مسايل ښه واضح کړي

په دی سیاسي او ټولنیزو او مذهبي موخو کې ځينې هغه دي چې باید د مذاکراتو په لړ کې مخامخ  د حل لارې پیدا کړي ځينې نور یې داسي دي چې د مشترکو مراجعو په ذریعه لاسته راځي.

ځينې موخې داسي دي چې د وخت او صورت له مخې په یوه پراخ بستر کې ځای لري، ځينې داسي دي چې په دې اړه په یو تنګ بستر کې واقع دي.

په دې اړه باید :
هغه مذهبي او ملي موخې یا مشترکي موخې چې پراخ بستر نلري او باید د مذاکراتو په لړ کې مخامخ لاسته راوړل شي لکه :

په اسلامي نظام موافقه

په اسلامي شریعت موافقه

د امریکا او ناټو د لښکرو وتل

په قانون اساسي کې د تعدیل موافقه

او یا دیته ورته نور څه چې د جنګي ډلو سره مهم دي

لکه موقت حکومت یا د همدغه حکومت اصلاح

او هغه چې په دې اړه پراخ بستر لري هغه باید :

د هغو طریقو او یا هم هغو مراجعو له لاري وغوښتل شي چې په دي اړه پرې موافقه کیږي لکه :

ګډ کمیسون
د علماو د فتوی مشترک مراجع
پارلمان یا شوری حل او عقد یا لویه جرګه

په دي اړه باید ډیری هغه مسايل چې په اجتهادي لحاظ پراخ بستر لري هغه باید په مشترک کمیسونونو کې ورته مبارزه وشي لکه د تعلیمي نصاب مسايل یا هم د فتوی په مراجعو کې لکه د ښځي په اړه مسايل یا د خارجي قواو ټایم ټېبل یا هم په لویه جرګه یا شوری حل عقد یا هم پارلمان کې لکه د انتخاباتو مسايل د امارت مسايل د نصاب تعلیمي مسايل.
هغه سیاسي مسايل چې په شریعت کې یې د علماو له نظره د بحث او فتوا بستر پراخ دی هغه باید د فتوا په مراجعو کې بحث شي او پکې په دي اړه د جنګي عمل په ذریعه دریځ ونه نیول شي په یوه سیاسي مبارزه کې د اکثریت یا د علماو د اجماع له مخې پریکړي ته ورسول شي.

مثلاً حزب اسلامي په انتخاباتو باندی له پخوا نه موافقه لري.

په اسلامي نړۍ کې هم دیني نور مراجع د ضرورت له مخې هغه په داسې طریقو نه غواړي چې جنګ او فتنې ته منتج شي لکه په پاکستان کې جمعیت علماء او جماعت اسلامي.
همداسې د ښځو د تعلیم د عصري علومو زده کړه، د کفارو سره د سفارتي تعامل او پروټوکول، ډیر مسايل دي چې هم وخت ته ضرورت لري او هم د امت متفقه فتواو ته.

طالبان او مجاهدین وروڼه باید داسي دریځ ونه نیسي چې د هغوی د قرباني شویو ملګرو د وینو قیمت ته پکې سپک وکتل شي ولي دا هم باید ومنو چې په ډیری مسايلو کې خپل خاص نظر هومره په امت او ملت تحمیل هم نکړو چې د طبیعي دعوت او فرهنګي مبارزي ځای او رول هم ټوپک ته ورکړو.

اصلاح او تصحیح :

په امت کې انحرافات د زمانو راپاتې دي او د جنګ او جهاد د دوران انحرافات پکې نور هم له پاسه ولویدل.
د همدې ځایه په اصلاح او تصحیح کې تر جهاد زیات ژور تابه ته ضرورت دی.
د اصلاح او تصحیح عملیه د هیچا په ټیکه کې نه ده باید په دي اړه ملتونه له ځان سره ملګري کړو او د قوت په مرحله کې چې اصلاح پکې فساد ته نه منتج کیږي د محوري اصلاح عملیه جدي ونیسو.

د‍‍ ‍‍‍   دارارقم    د پټو جلسو نه نیولې د کعبې په جوار کې د څرګند دعوت بیا د عقبي اولي او بیا د هجرت په ماحول کې د مواخات او بیا له یهودو سره د ګډ تړون پوري د خدای پیغمبر د اصلاح او تصحیح پروسه د قوت یا اسلامي دولت مرحلي ته ورسوله.
زمونږ په  هیواد کې چې اوس پکې د مجاهدینو منحرفین تر ملحدینو زیات شول په دې هیواد کې د اصلاح او تصحیح عملیه که په طبیعي تسلسل کې تعقیب نه شي د زور او جنګ تسلسل به دا هیواد او دا امت همیشه د ګاونډیانو او نړۍ د مداخلو کوربه کړي لکه چې کوربه یې کړ.

مذاکرات
د عقل او تدبیر معرکه
له دښمن سره خبری اصلاً د طرف عقل یو دروند ازمېيښت ته وړاندې کوي.

جګړې چې په جګړو کې د حل لاره پیدا نکړي نو طرفین پکې د همت په ځای د خپل عقل میدان ته راګرځي او د دې پېل له مذاکراتو نه کیږي.
که یو طرف هم په جګړه کې خپله کامیابي یقیني وویني هغه مذاکراتو ته اصلاً تن نه ورکوي.
ولي کله کله مذاکرات هر طرف ته د لوڅي او بشپړې ناکامي نه زیات ورکوي ولې د ناکامي په صورت کې یې هغه طرف ترخې پایلې زغمي چې د سولي پر ضرورتونو یې بې باکي کړې وي او هومره پکې وغواړي چې په پاتو جګړو کې د هغه لسمه هم لاسته رانه وړي.

نن چې حزب اسلامي او طالبان وروڼه دواړه مذاکراتو ته ننوتلي هغوی له دي مخکې هم هر طرف د خپلو مخالفینو سره مذاکرات کړې و هغه مهال همدوی ښه پوهیږي که د مخالف سره یې د خپلو بلند پراوزیو نیم منلي وای او یا یې په یو ژور تدبیر کې د هغو څه چې راغلل پر نورو او بدیلو لارو محتوی کړي وای اصلاً دغه چې پېښ شول نه پېښيدل.

هغه طالبان وروڼه چې د ۱۱ سپټامبر نه مخکې د امریکا سره د خپلو مسايلو په باب په مذاکره بوخت و هغوی تر ډیرو ښه پوهیږي چې مذاکرات څومره حساسه معرکه وه؟

دا بیله خبره ده چې د وروستۍ جګړې ضرورتونو هغوی ته په دي اړه د یوې پرانستي خبري موقع نه ورکوې ځکه چې د لوی دښمن سره جګړې تر دي بحث پورته مصلحت په ځان کې نغښتی دی.

همداسې د حزب وروڼه هغه مهال چې د خپلو مخالفینو سره یې په هغه مهال د پل چرخي د مصلحینو په ذریعه او له طالبانو سره یې د اسلام آباد په  ځنګلي مهمانخانه کې تکرار مذاکرات وکړل هغوی ښه پوهیږي چې هغوی پکې چانسونه وبایلل او که د هغوی مخالفینو پکې د کنکل دریځ نه حالات دغسې خواته يوړل چې نن یې ټول ترخې پایلي زغمو.
همداسې کټ مټ د شمال جبهه هم په دي اړه له همدغسې تجربې تیره شوه او تر نورو يې د یو ملي دریځ نه په زیاته فاصله کې خپل سیاستونه روان کړل، چې په دي ډول ويلای شو چې کیدای شي دي ټولو د تیرو ناکامو مذاکراتو میدانونه بایللې وي چې د عقل او تدبیر له تجاربو یې پکې کم درلودل او هغوی پکې هومره او هغسې وغوښتل چې پای یې پکې هغه ملت ته ورکړل چې تاریخ به پکې پریکړه کوي.

مذاکرات د یوه داسې پریکړي میدان دی چې عقل پکې باید هغه څه ونه مني چې د ناکامو مذاکراتو په صورت کې د هغه نه زیات ګټل  شي او هغه باید پکې ومني چې د ناکامو مذاکراتو په لړ کې د هغه نیمه یا لسمه هم نه شي ګټلی.

د فلسطین تجربې دغه مراحل ټول طی کړل.

هلته هر پنځه کاله وروسته فلسطینانو هغه څه غوښتي چې پنځه کاله مخکې یې هغه په څرګند ډول رد کړي و.

د پریکړو دا بیلانس برابرول په دي خاطر هم مشکل دی چې د جنګي ډلو په منځ کې د مورال د اوچتولو پروپاګند کله کله د موخو یوه برخه ګرځي.
د جګړو جذباتي ماحولونه هغه برتري پریکړي غواړي چې اصلاً د منطقې مذاکراتو او د دواړو طرفونو له حوصلې او تدبیر پورته وي.
بلکې کله کله پکې مذاکرات په بل اړخ کې هومره لویدلې پریکړي ته تسلیم شي چې د مذاکراتو پرته مخامخ ماتي او تسليمې پرې شرف لري.
لکه سادات چې د مصر یو اړخیزه سوله د اسرایلو سره د کارټر د خواهش د پوره کولو په موخه وکړه هغه چې نژدې خپل د بهرنیو چارو وزیر ابراهیم پرې هومره وپارید چې نږدې وه چې د کارټر په ځای سادات ته مخامخ ښکنځل وکړي او هغه بلند همته مصري وزیر پکې استعفا وکړه.
د مذاکراتو ناکامي او بایلنه دواړه کله کله د یو طرف د کلونو د جګړو او قربانیو ډیرڅه په سین لاهو کوي ځکه په ناکامي کې هغه طرف واقعاً صدمه ویني چې اصلاً د جګړي په میدان کې یې نور د دوام هر څه له لاسه ورکړي وي.
همداسي په کامیابو مذاکراتو کې باېللی طرف هم له دي جګړي نه د ناکامي چې ورسره مخامخ شو هیڅ داسې څه لاسته رانه وړي چې د تیری ترخې دورې کړني وتپي.
مذاکرات باید د داسي چا په ذریعه تعقیب شي چې :

اول: مذاکراتو ته د تللو فلسفه یې درک کړي وي

دویم: له مخالف سره د بحث او مناقشې ژبه ولري

درېیم: چې د خپلو موخو او ستونزو او لویتونه درک کړي

څلورم: چې همیشه د چا په نمايندګي وغږیږي چې هغه پکې د منطق له مخې له ستوغي سره مخامخ نه شي مثلاً هغه چې مخالف ته یې په قوي منطق مطرح کوي باید چې د منلو لپاره یې  وهڅوي، مثلاً :

دا زمونږ په مذهب کې ځای نلري

یا دا زمونږ ملت نه شي تحمل کولای

یا دا چې دا مسايل زمونږ د ملت پوري مربوط دي زمونږ ملت پرې نه قانع کیږي.

یا دا چې مونږ کولای شو خپل ګاونډیان په بحث قانع کړو

یا دا چې مونږ اصلاً د دغو موخو لپاره جنګېدلي یو

یا دا چې تاسي ته د یو بهرني هیواد په توګه مناسبه نه ده چې مسايل داسي مطرح کړئ.

د مخالف لپاره لنډه خبره او یا هغه په لنډو ځوابول او یا هم په یوه ثابته طرحه دریدل او د نورو مناسبو بدیلو لارو، نه هڅه دا هغه څه دي چې له دي مخکې طالبانو او مجاهدینو تجربه کړل او ناکامي يې خپله پکې ولیدله.

په مذاکراتو کې خپل ټول پر مخالف منل:

په مذاکراتو یواځې خپله طرحه عملي کول او سل په سلو کې خپلې موخې غوښتل هغه څه دي چې مونږ یې په افغانستان کې هغو جګړو ته ودرولو چې اوس پکې د اشغالګرو جګړه مارو  وتل یوه اضافي ستونزه شوه او ورکړې قرباني هومره خندق پریښود چې آن د کامیابو مذاکراتو پاېلي يې هم هغه نه شي ډک کولای.
معنوي اړخ واقعاً چې ډیر قیمت لري، د دښمن ماته هغه درنه فتحه ده چې وړانګي يې تر وروستو نسلونو دوام کوي ولې په جګړه کې د معنوي اړخونو تخریب هم هغه خندق دی چې زور یې د سولي وروسته نسلونو ته معلومیږي.

څو ضروري یادوني :

طالبان وروڼه په کومو درېځونو کې چې د اشغال پر ضد او د کفارو سره د موالات د  اصل له مخې په دښمنانه دریځ کې ودریدل او د خپلو عزیزو ملګرو پرېمانه ویني او سرونه یې قرباني کړل هم د قدر وړ دي او هم اسلامي امت او علماو سره د هغه قدر شته او په همدې دریځ باندې د امت د مناعت او عزت پولي معلومي شوي.
زه له دغو وروڼو نه غواړم  هغه چې پکې د هیچا په ښه قواره باندي اسان دوکه نه شي او پکې خپل دریځ سپین او میداني ونیسي هغه دغه لاندې قضایا دي :
اول: د شریعت قضیه
دویم: د اشغال قضیه
درېیم: د کفارو سره د مولات قضیه ده
په دي اړه چې دغو دوستانو خپل ځانګړې او سپین دریځ ونیوه هغه د همدغسې غوڅ درېځ غوښتنه کوله ولي تر دي نور مسايل شول په هغو کې مې دغو وروڼو ته دا مشوره ده چې ډیری یې د وینو یعني د جنګ د لاري مه تعقیبوئ، سیاسي مبارزه مو حق ده وګورئ څومره چې ملګري  زیاتولی شئ هومره منزل رالنډیږي.
دویمه  مشوره پکې دا ده چې د خپل سیاسي تشکل بهر چې ملت او امت پاک او سپیڅلي علماء لري پر هغوی او د هغوی په مشورو باندې اعتماد وکړئ.
درېیمه مشوره دا چې هغه مراجع چې فقهي نظر په پاکستان او افغانستان کې توپير لري هغوی هومره مراجع کړئ چې تاسې له خپلو خلکو سره په جګړه کې واقع نکړي.

څلورمه مشوره :
په مذاکراتو کې کله چې افغاني شي د احتساب خبره مطرح کړئ او دلوړ پوړو مسؤلینو په انتخاب کې د تزکيې د کونسل  اصل قوي مطرح شي.
زمونږ په هیواد کې د کفارو له موالات نه هومره بې چوکاټه سرمایه ځینو وګټله چې کیدای شي همدغه سرمایه په راتلونکې کې د فساد او غربي تهذیب په ګټه استخدام شي.
پنځمه مشوره :
له خپلو خلکو سره محبت وکړئ له غلطیو نه یې پر توهین زړور مه ورځئ هغوی له پوهاوي او  تربیې مخکې مخکې مه رټئ او مه تروئ.
شپږمه مشوره :
په هیواد کې د سوله ایزي سیاسي مبارزي لپاره ژبه، قدوه او قرباني ورکړئ چې دغه ملت د ملا پرته مسلمان پاتي کیدل ګران دي ولي د زور او توهین په طریقه نه، دا ځکه چې ځينې به پر اعراض ودریږي بلکې د ډیرو به دا د انحراف باعث شي.

والله ولی التوفیق

لیکوال : استاد محمد زمان مزمل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x