شعـــــرونه

غزل / قاري سعيد

بلبل له ګل ، ګل له ګلزاره کډه واخیستله
ته وا قیامت شو یار له یاره کډه واخیستله

بیا مې نو مړ، یا مې ویده ، یا مې بي درده بوله
د زړه له سره دې که خاره کډه واخیستله

موږ د ډبرو له بارانه کډې نه دي کړې
موږ د هندارو له غباره کډه واخیستله

بیا به دهسک لمنې سرې کړي دشیطان په وینو
بیا یوه ستوري له مداره کډه واخیستله

زړه خو همدا وو څه داوښکو په ویاله وبهېد
پاتې د آه افسوس په لاره کډه واخیستله

لکه چې بیا یي دخزان دپښو ښکالو واوریده
داچې رنګونو له بهاره کډه واخیستله

داسې یي وګڼه چې روح وو له کالبوته ووت
سعیده درد که له پرهاره کډه واخیستله
۱۴۳۵/۷/۴ هـ ق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x