افغانستان

عظیمي: یو نیم ميلیون افغانان په نشه روږدي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د مخدره توکو پر ضد د مبارزې وزیره وايي چې د دوی د احصايې له مخې په ټول هېواد کې یو نیم میلیون تنه په نشه روږدي دي.

سلامت عظیمي نن چهارشنبه د ولسې جرګې په غونډه کې وویل چې پورته شمېر په نشه روږدو کسانو د تداوي لپاره امکانات هم نه لرو.

د هغې په خبره دم ګړۍ په ټول هېواد کې ۱۰۸ د تداوي مرکزونه شته، چې له یو نیم میلیون تنونه پکې یوازې ۳۹ زره تنه تر تداوي لاندې دي.

د ولسې جرګې مشر وویل چې د سلامت عظیمې څرګندونې دوی ته د ډاډ وړ نه دي او په خبره يې باید دولت په دې برخه کې ګړندي ګامونه واخلي.

سلامت عظیمي په داسې حال کې په هېواد کې په نشه روږدو کسانو شمېر یو نیم میلیون په ډاګه کوي، چې څه موده وړاندې د امريکا سفارت د قانون د تنفیذ د برخې په یوه سروې په ټول هېواد کې د نشه یانو شمېر درې نیم میلیونه ښوودل شوی و.

مېرمن سلامت عظیمي ونه ویل چې د دې نشه يي توکو تولید یا هم هېواد ته د را واردلو په د مخنیو په برخه کې يې څه کړي دي او نه يې هم دا په ډاګه کړه چې په هېواد کې د نشه يي توکو د تولید یا هم پلور بازارونه چېرته دي.

یاده دې وي څو ورځې وړاندې پژواک خبري اژانس په پلازمېنه کابل، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې د شرابو د ښکاره پلور په اړه تحلیلي راپور خپور کړی و، چې د څرګندونو له مخې يې لوړ پوړي دولتي مسوولین هم پر دې نشې عادت او د مرکزونو مینه وال يې دي.

د دې راپور په بنسټ یوازې د کابل په نوي ښار کې د شراب پلورنې دېرش مرکزونه شته، چې د نشې لپاره يې بیا په همدې ښار کې پراخ، ارام او له مزاحمته لري د دولتي امنیتي مسوولینو تر واک لاندې هوټلونه شته، چې افغان ځوانان پکې پرېمانه تر سترګو کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

قومی ، ژبنی، حزبی او سمتی اختلافاتو ته لمن وهل، افغانان په نشی توکو روږد ګرځول له افغانستان نه دخپلو ګټو د لاسته راوړلو لیاره د نشی توکو دتولید او قاچاق دمرکز په حیث استفاده کول دا اودیته ورته نور داسی کارونه هغه څه دی چی اشغالګرو امریکایانو مخکی دافغانستان له اشغال نه ددی لپاره دخپلو جاسوسانو په واسطه زمینه سازی کړی وه او ترڅو چی اشغال وی دا کارونه به همداسی ادامه پیدا کوی ختمیږی به نه اشغالګر غواړی پدی شکل افغانان مهار کړی پخپلو کی یی پدی ډول داخلی مشکلاتو کی مصروف وساتی له خپلو مظالمو ،ناراوو او… نور لوستل »

abdullah

هو دا دی وزارت له برکته

الحاج استاذ بیانزی

مسلمانو او خپلواکو افغانانو ورونو السلام علیکم ! زه د خالیی خور خبری نه یوآخی تاییدوم بلکه لمانځنه یی کوم ، له حقایقو یی پرده لیری کړی ، زه به هم څه ورباندی زیات کړم : مونږ یوآخی د ټانکو ، الوتکو ، ډرون او نورو نظامی مهماتو او د وژنو ماشینونو مخی ته نه یو اچول شوی بلکه زمونږ هیواد د هر ډول ناروا کارونو ، وسلو کارولو ، شکنجو ، بی عزتیو ، بی ناموسیو او وژنو نړیوال لابراتوار دی نشه توکی یی تر ټولو بله زمونږ د مستقیم وژنو څخه هم زیات خطرناک دی ، که له… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x