ټولنیزه برخه

ځوان د زمري او مار ترمنځ!

جاوید فدايي

یو ځوان کیسه کوي چې زما یو سپین ږیری تره و هیڅکله به یی لمونځ نه اداء کاوه او خپل اولادونه یې هم داسې تربیه کړي وو چې له لمونځ او لمونځ کوونکو څخه به یې ډیره کرکه کوله، د مسجد نوم به ډیر بد ورباندې لګیده او هر وخت به یې لمونځ کوونکو او مسجدونو پسې سپکې سپورې کولې.

یوه ورځ مې خپل تره ته وویل: آیا ته له هغه ځوان څخه خبر لرې چې له زمری نه وتښتید؟

تره: نه، زه نه یم ترې خبر.

بیا مې ورته وویل: په یو ځنګل کې یو ځوان روان و چې په ناڅاپی ډول یې د زمري اواز واورید، کله چې متوجه شو نو زمری وروسته ورپسې روان و او غوښتل یې ترڅو چې ځوان ښکار کړي، ځوان په ډیره عجله له زمری نه منډه کړه زمری هم ورپسې شو، آن تردې چې د ځوان سترګې په یو کوهي باندې ولګیدلې، ځوان له موقع نه استفاده وکړه او په کوهي کې چې کوم پړی د اوبو را ایستلو لپاره ځوړند شوی و را ونیو او د پړی په واسطه کوهي ته ښکته شو.

نوموړی پدې فکر کې شو چې د زمری نه بیغمه شو او رښتیا هم د زمری اواز غیب شو، کله چې ځوان په کوهي کې لږ دمه شو نو ګوري چې څنګه سره یې یو ډیر خطرناک مار پروت دی، ځوان هڅه وکړه ترڅو چې مار څخه ځان بچ کړي نو بیرته یې د کوهي پړی را ونیو او غوښتل یې چې له کوهي نه را وخیژي، پدغه وخت کې دوه موږکان هم تر سترګو شول چې یو سپين او بل تور وو دواړه موږکان د پړی په پریکولو باندې لګیا دي.

ځوان پړی یوې او بلې خوا ته وخوځاوه ترڅو چې موږکان د پړی له پریکولو څخه منع کړي متأسفانه چې ځوان د موږکانو په منع کولو کې پاتې راغئ، پدغه وخت کې یې د شاتو په بوتل باندې هم سترګې ولګیدلې چې پړي پورې ځوړند دي، نوموړی ډیر خوشاله شو او د شاتو په لوری ور روان شو کله یې چې د شاتو بوتل خلاص کړ او شات یې وڅکل نو ډیر خوندور وو او نوموړی یې هم په څکلو سره دومره خوشاله شو چې مار، زمری او موږکان ټول ترې هیر شول او په شاتو باندې مصروف شو.

پدغه وخت کې زما تره وویل: دا ځوان خو لیونی نه وو؟! چې په داسې خطرناک وخت کې په شاتو مصروف شو او د خپل ځان غم ورسره نشته دی او موږکان د پړی په پریکولو لګیا دی.

بیا مې ورته وویل: دا ځوان ته یې او زمری مرګ دی چې یوه ورځ به تا ته هم ورسیږی لکه نورو خلکو ته چی رسیږي، او مار قبر دی چې د هر چا ابدی کور دی او سپین موږک ورځ ده او تور موږک شپه ده چې ستا د ژوند په ونه د تبر ګزارونه کوي ترڅو چې را چپه یې کړي، او پړی ستا ژوند دی چې لحظه په لحظه د مرګ ته ور نیژدې کوي، او شات دنیا ده چې نن ورځ هر څوک ورباندې مصروف دي خپله عیاشي کوي او آخرت ترې هیر دی.

کله چې زما تره دا خبرې واوریدې نو ډیر تعجب شو او کلک هوډ یې وکړ چې هیڅکله به بیا لمونځ قضاء نه کړي او په صدق سره یې توبه وایستله او هره ورځ به یې لمونځ په جماعت سره اداء کاوه او د ټولو لمونځ کوونکو څخه به مخکې په لومړی صف کې ولاړ و، حتې تر دې چې له مونږ ټولو نه په عباداتو کې مخکې شو او د مسجدونو د جوړولو لپاره یې ملا وتړله او د الله تعالی په لاره کې یې بی حسابه پیسې خرچ کولې او د نوموړي د ریښتنې توبې نښه دا وه چې په مخ کې یې الله تعالی نور پیدا کړ او د ایمان شمعه یې په زړه کې روښانه شوه.

رښتیا هم چې ډیره عبرتناکه کیسه ده که چیرې مونږ خپل روزانه ژوند ته ځیر شو نو بلکل همداسې حقیقت دی متأسفانه چې مونږ مرګ هره ورځ په سترګو وینو خو بیا هم د الله تعالی لوری ته توجه نه کوو او تش په خوله نارې وهو چې مونږ مسلمانان یو او په حقیقت کې مو د الله تعالی د رضا لپاره بیا هیڅ نه دی کړي نو الله تعالی د اول ما ته او بیا ټولو لوستونکو ته د الله تعالی د حقیقی اطاعت او عبادت توفیق ورکړي ترڅو چې په دنیا او آخرت کې مو بریا په نصیب شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x