پيښور کې چاودنې ۵ پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۱مه، ۱۳۹۴ل) : د پيښور ښار په حيات اباد سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو د نائب مشر F.R.P په موټر په موټرسايکل کې د ځای په ځای شويو چاودېدونکو توکو په توسط درنه چاودنه شوې.
خبر ونه وايي دا چاودنه د حيات اباد په فيز۵ سيمه کې رامنځته شوه.
سيمه ييزو پوليسو چاودنه سرتېری بريد بللی او ويلي يې دي چې له امله يې نائب ملک طارق او ۳ تنه پوليس ټپيان شوي او ۱ پوليس وژل شوی.
په پېښه کې ۱ لاروي هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ايف سي راناعبدالفاروق وايي چې سرتېري بريدګر خپل له منفجره موادو ډک موټرسايکل د ملک طارق له موټر سره وجنګاوه چې په پايله کې لويه چاودنه رامنځته شوه.
د چاودنې پړه د پاکستاني طالبانو وياند محمدخراساني په غاړه اخيستې.
نوموړي رسنيو ته په لېږلي خبرپاڼه کې ويلي چې دا بريد د ټي ټي پي / تحريک طالبان پاکستان د يو خصوصي ګروپ T.S.G ( طالبان سپيشل ګروپ ) لخوا ترسره شو.
محمدخراساني وايي چې طالبان سپيشل ګروپ يې د بريدونو د لست له مخې د پاکستان په لر او بر کې اهداف تعين کړي چې په وخت سره به تر بريد لاندې ونيول شي.
نوموړی وايي په دې ليست کې په خاص ډول د نون ليګ سياسي ګوند تر څنګ د نورو سياسي ډلو مشران او د امنيتي ادارو لوړ پوړي افسران شامل دي؛ ځکه چې په پاکستان کې همدا خلک ( د اسلامي شرعي نظام ) د راوستلو په مخکې تر ټولو لوی خنډ دي.
طالبانو پخوا هم د پوليسو او ګوندونو په مشرانو ورته بريدونه کړي خو دا ځل يې په خپل تشکيل کې د دا ډول بريدونو لپاره نوی ګروپ جوړ کړی چې ښايي کار يې يواز د حکومتي مشرانو هدفي وژني او په هغوی سرتيري بريدونه وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د