نظــر

د یوه افغان او یوه امریکایي د وینو بیه!

robert bales-killer-of-16-afghans-kandaharد کندهار د زنګاوات د غمجني پيښي ویني لا وچي شوي نه دي ، خپروني لا د دغي ویرجني حادثي خبرونه په سر کې راوړي چې یو وار بیا د دغي پيښي قربا نیانو ته د امرکا له لوري د تاوان ورکولو راپورونه خپاره شول .
څو ورځي وړاندي مي د الجزیري تلویزیون د انګلیسي څانګي په ویب پاڼه یوه ویډیو ولیدله چې د زنګاوات د غم ځپلو کورنیو استازي له کرزي سره ناست ول او د پيښي په حالت ورسره غږیدل ،

د یرغلګرو امریکایانو د وحشت او ظلم یادونه یي کوله او ځینو خو یي لا دا هم ویل : موږ نه پيسي غواړو ، نه تاوان غواړو او نه هم حج ته تلل غواړو ، یواځي او یواځي د امریکایانو محاکمه کیدل مو هیله ده او له دي پرته بل هیڅ شی نه غواړو .
خو د دوی په دي خبرو لا اونۍ نه وه تیره شوي ، لا د ویرجني پيښي په اړه د دوی د خبرو انګازي مو زړونه دردوي او لا مو د دوی له اوښکو ډکي سترګي او غمجني څیري تر سترګو کیږي چې غربي خپرونو د قربانیانو کورنیو ته د تاوان ور کولو خبرونه ښه په غرز او درز کې خپاره کړل ، هغه هم داسي چې د قرباني شویو د سر بیي یو وار بیا ډیري کمي ټاکل شوي وي او په دي ډول یرغلګرو یو وار بیا په یو بل ډول د افغانانو د سپکاوي نغاره و ډنګوله .
که موږ د زنګاوات قربانیانو ته ور کړی تاوان د لاکربي د پيښي د قربانیانو له تاوان سره مقایسه کړو نو له دي څخه به د بشر په وړاندي د یرغلګرو امریکایانو دریځ ښه په ډاګه شي او دا به هم ښکاره شي چې د یوه مسلمان او یوه افغان وګړي د سر قیمت د یوه امریکایي او غربي انسان په پرتله څومره ټيټ ټاکل کیږي او په دي ډول به د دوی د بشر دوستی هغه دروغجنه دعوه هم نړیوال د عمل په میدان کې و ویني .
غربي خپرونو خبر ور کړ چې د امریکا پوځ د کرزي ګوډاګۍ اداري ته یوه اندازه پیسي ورکړي چې د کندهار د زنګاوات قرباني شویو کورنیو ته د هر وژل شوي کس په بدل کې شپږ څلویښت زره او هر ټپي ته لس زره امریکایي ډالر تاوان ور کړي ، چې په دي ډول ټول تاوان اته لکه او شپيته زره ډالر ور کول شول .
کیدای شي د پيښي د سیمي په کچه دغو غریبو خلکو ته په دي اندازه پيسي ډیري معلومي شي ځکه ډیری وژل شوي کسان د دریو کورنیو وو ، خو که په نړۍ کې له نورو داسي پيښو سره یي مقایسه کړو په تیره بیا د اروپایي او امریکایي هیوادونو له پیښو سره نو را ته جوته به شي چې دا ډیر خندوونکی تاوان دی او په یو ډول یي افغانانو ته توهین بللای شو .
که موږ د لا کربي پيښي ته وګورو چې دوه سوه او نه پنځوس تنه مسافر پکي و وژل شول او بیا یي نسبت یوه لیبیایي وګړي ته وشو او دا عمل د دوی په اصطلاح یوه مشکوکه ترورستي پیښه وبلل شوه .
په دي پيښه کې د ( پان امریکن ) هوایي شرکت  ۷۴۷ ډوله بوینګ الوتکه  چې په ۱۹۸۸ میلادي کال کې له لندن څخه د نیویارک په لور په هوا کې وه او دسکاتلند د لاکربي ښار په فضا کې و چاودیده او پکې سپاره کسان و وژل شول .
تر دي پیښي وروسته د امریکي او انګلیس حکومتونو د پيښي په تړاو د لیبیا حکومت پړ وبلل او په دي ډول یي د نړیوالو بندیزونو په لګولو سره تر سخت فشار لاندي راوستل تر دي چې قذافي یي اړ کړ چې د پيښي قربانیانو ته د تاوان ورکولو ته غاړه کیږدي او په پيښه کې تورن کس ( عبدالباسط مقراحي ) د برتانیي حکومت ته وسپاري ، چې برتانوي قضا هغه ته د ټول عمر قید سزا ورکړه .
په ۲۰۰۳ میلادي کال کې قذافي د پيښي  د قرباني شویو خپلوانو ته  در ی ملیارده ډالر د تاوان په ډول ورکړل چې په دي ډول د هر وژل شوي په بدل کې د هغه کورنۍ ته  تر یوولس میلیونه ډالرو زیات تاوان ور کول شو .
په دي پيښه کې د لیبیا حکومت پړ وبلل شو ،یو تن شکمن لیبیایي په عمر قید سزا باندي محکوم شو او د پيښي قرباني شویو ته دری میلیارده ډالر تاوان هم ور کول شو په داسي حال کې چې نه د لیبیا حکومت او نه هم تورن کس د پيښي پړه منلي وه، یواځي او یواځي د امریکا د زورواکۍ او په توسط یي د نړیوالو فشارونو  او بندیزونو له امله د لیبیا حکومت اړ شو چې تاوان ورکړي .
خو د کندهار د زنګاوات پيښه د لاکربي له پيښي سره ډير تفاوت لري ، په دي حادثه کې امریکایي پوځیان د کلیوالو افغانانو کورونه ته په نیمه شپه کې ورغلل ، د هغوی په کورونو یي یر غل وکړ ، اولس تنه یي شهیدان کړل چې ډیری یي ښځي او ماشومان وو او بیا یي وروسته د هغوی جسدونه سره راټول کړل او په اور کې یي وسوځول .
د امریکا حکومت او پوځ دپيښي مسئولیت په غاړه واخیست او دا یي و منله چې پيښه د دوی له لوري تر سره شوي ده البته دا یي د خپل یوه پوځي کار وبلل او (رابرت بیلز ) امریکایي پوځي د امریکا د پوځ له لوري د دي پيښي اصلي تورن اعلان شو او بیا یي د محاکمي لپاره امریکا ته نقل کړ ا اعلان یي وکړ چې ډیر ژر به یي محاکمه پیل شي .
خو بیا هم له ټولو ثبوتونو او د دوی له اعتراف سره سره د قرباني شویو افغانانو د سر بیه دومره ناچیزه او ټیټه وټاکل شوه ، انسان انسان دی هغه که غربي وي او یا هم کوم بل یو ، هغه که امریکایي وي او هم افغان ، د امریکایانو دغه تاوان ورکولو یو وار بیا د دیموکراسي  او د بشر د حقونو د ناري سوري وهونکو اصلي څیري بربنډي کړي ، آیا د یوه پرمختللي هیواد انسان د یوه وروسته پاتي هیواد له انسان سره توپیر لري  ؟
نو دا باید ومنو چې امریکایان د بشر حقونه ، د بشر ازادي  او دي ته ورته غولوونکي شعارونه یواځي او یواځي د خپلو پراختیا غوښتونکو سیاسي موخو او د نړۍ د زبیښلو لپاره کاروي او له دي لاري په نړۍ کې  خپل استعماري سیاستونه پلي کوي .

لیکوال : بلال احمد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x