افغانستاننړۍ

افغان محصل عبد المجیب په عربي ژبې ادبیاتو کې دکتورا واخیستله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۱مه، ۱۳۹۴ل) : یو افغان محصل د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون د عربي ژبې او ادبیاتو له پوهنځي دکتورا واخېستله.

ښاغلي عبدالمجیب د (اسلوب الدعاء في القران الکریم: دراسة تحلیلية بلاغیه) [په قران کې د دعا اسلوب: تحلیلي بلاغي څېړنه] تر عنوان لاندې د دکتورا تیزس (رسالې) بریالۍ دفاع وکړه.

اسلام اباد کې د نن ټکی اسیا همکار ته د پوهنتون افغان محصلینو ویلي چې استاد عبدالمجیب د تیزس دفاع تر نورو هغو ډیره قوي وه. هغوی وايي چې «استاد مجیب د مناقشینو سره بحث کاوه، هغوی ته يې قانع کوونکي ځوابونه ویل او تر نورو مناقشو يې ډیر توپير درلود».

دغه مناقشې کابو ۳ نیم ساعته دوام درلود او مناقشینو د څېړونکي بحث وستایه.

د دکتور عبدالکبیر محسن په نوم یو تن بهرني مناقش ویل چې تر دې دمه یې ډیرې رسالې مناقشه کړي خو دغه ډول جامع څېړنه یې نه وه لېدلې، هغه ویل چې په رساله کې ډيرې کمې د نشت برابر تېروتنې دي.

نوموړي زیاته کړه چې څېړونکي عبدالمجیب په دغه څېړنه کې د موضوع اړوند هېڅ واړه او ستر بحثونه نه دي پريښي.

یوه بل مناقش دکتور نصیب دار د افغان محصل عبدالمجیب د عربي لیکدود په اړه په خپلو څرګندونو کې وویل چې نوموړي په بحث کې قوي عربي اسلوب کارولی او داسې نه بريښي چې رساله دې یوه عجم لیکلي وي.

همدا راز د رسالې داخلي مناقش دکتور فضل الله د تیزس په باب په خپلو څرګندونو کې وویل چې څېړونکي له ټولو مهمو مصادرو په خپل بحث کې استفاده کړې او موضوع په خپل باب کې نوې ده.

دغه څېړنه چې تر مناقشې وړاندې د مصر او برونای هېوادونو نړیوالو پوهنتونونو ته لېږل شوې، د هغوی لخوا هم ډيره ستایل شوې ده.

د برونای پوهنتون استاد دکتور کمال عبدالعزیز په تیزس باندې په خپل راپور کې د پوهنتون له ادارې غوښتنه کړې چې کتاب د پوهنتون په مصارفو چاپ کړي.

عبدالمجیب په لیسانس او ماسترۍ مرحلو کې د سرو زرو دوه مډالونه هم ترلاسه کړي دي.
عبدالمجیب په لیسانس او ماسترۍ مرحلو کې د سرو زرو دوه مډالونه هم ترلاسه کړي دي.

د دغې څېړنې مشرف دکتور حبيب الرحمن عاصم و، کورنی مناقش یې دکتور فضل الله، او بهرني يې دکتور نصیب دار او دکتور عبدالکبیر محسن و.

په پای کې د رسالې د ارزونې کمېټې رییس دکتور موید فاضل نوموړې رساله د دوکتورا دورې لپاره د اعلی څېړنو په کتار کې وشمېرله او ښاغلي عبد المجیب ته یې د ممتاز ترڅنګ د ویاړ درجه (امتیاز مع الشرف) ورکړه.

د مناقشې غونډه کې د لسګونو محصلینو سربېره د عربي ژبې او ادبیاتو د پوهنځي رییس او ګڼ شمېر استادانو ګډون کړی وو.

دکتور عبدالمجیب د مرحوم مولوي محمد نصير الدین اخوندزاده زوی او د وردګ ولایت د چک ولسوالۍ اوسیدونکی دی. نوموړی د تېرو څو کلونو راهیسې د نړیوال اسلامي پوهنتون د عربي ژبې او ادبیاتو په پوهنځي کې استاد هم دی.

نوموړي تر دې وړاندې په لیسانس او ماسترۍ مرحلو کې د سرو زرو دوه مډالونه هم ترلاسه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ناشنا

زه خو وایم ددی کس دغه کار به افغانانو او مسلمانانو ته څه ګټه وکړي رښتیا هم عربي د اسلام ژبه ده مسلمان یی باید زده کړي زه فکر کوم خدمت یی یواځې عربان وکړي نو کافي به وي ولې مونږ دغسې استعدادونه په ساینس او تکنالوژئ کې په کار نه اچوو له یوې خوا د نن مسلمان ورته اشد ضرورت لری او له بلې خو کفار تری ویره لري کاش مونږ داسې ادارې درلودی چې داسې استعدادونه مو هم په ساینس او هم په یوه اسلامي فکر روزلې نو د نن د مسلمان به ډير مشکلات کم وی

طوفان طوطاخیل

الله تعالی دي یې له بدو سترګو او له بدو عملونو په امان کړي ، نور بریالیتوبونه هم ورته غواړم ، الله تعالی دي یې له هره شره وساتي ، آمین خدای پاک دي داسي ځوانان نورهم ډېرپیداکړي ، ورباندي ویاړو

عبدالباسط

الله د ورته دښه خدمت توفیق ورپه نصیب وګرځوی

غوربندی

سلامونه او احترام

دوکتور والحافظ عبدالمجیب صيب ته د دوی د برياوو او دکتورا مبارکي وايم.

د والد رحمه الله تشه یی ان شاالله تعالی دکه کری ده.

تاسو د افغانانو سرمایه او افتخار ياستي.

بارکم الله فيکم، امین

احسان الله

د نن ټکي اسیا له خبریالانو هم مننه کوم، چې دا رنګه په زړه پورې خبرونه په داسې جالبو او زړه راښکونکو تورو مونږ ته وړاندې کوي، الله جل جلاله دې ډاکټر صیب عبدالمجیب او نور واړه افغان محصلین زمونږ د وطن د سرلوړۍ مایه وګرځوي، او مبارکي وروته د زړه له کومې وړاندې کوو.

الحاج استاذ بیانزی

مسلمانانو ورونو السلام علیکم : زما په اند ، مسلمان افغانان ، حتی په مجموع کی ټول مسلمانان او مظلوم بشریت هره علمی لاسته راوړنی یا زده کړی تر لاسه کوی د هغه لاسته راوړونکو او ټول بشریت په خانګړی ډول د افغانانو په ګټه دی ، دا مهمه نه ده چه څه کی یی زده کړی تر لاسه کړی ( پدی شرط چه نورو انسانانو ته یی ګټه ورسیږی ) . ځینی فارسی او پشتو ژبی نشنلستان او کمونستان زمونږ د ټولنی د ویشنی د پاره زمونږ خلک لکه د خپلو نورو مستعمرو په شان په ژبو ، قومونو… نور لوستل »

محب الله صافی

ښاغلی عبدالمجیب ته دکتورا اخیستلو مبارکی وایم
محترمو ګرانو ورونو الله دی هم داغسی ډير افغانان نور هم پيدا کړی دا زمونږ سرمایه ده
ځکه افغان وطن اوس له ډيری سختی سره مخ دی او بیا هم زه افغان ځوانانو ته هر کلی کوم چی له تاسی وخت کی دوی خپل تعلیم نه پريږدی
نور دی خدای جوړ کړی ګران وطن افغانستان مونژ خو هيس دخپل وطن مینه ونه ليده خو خدای دی هغه خلک تبا برباد کړی چی څوک دافغانستان ورانه ول غواړی
او الله دی نور هم دغسی ځوانان پيداکړی مونژ ورباندی ویاړو

زرخان احمدزی

ګران استاذ عبدالمجیب ته د دوکتورې په ښه تر سره کولو مبارکي وایم الله دی وکړي جی د دین او وطن د خدمت کولو توفیق ورکړی دا چی قرآن په عربی ژبه ده د پيغمبر علیه السلام ژبه مو عربی ده نو د عربی زده کول هم یو ثواب ده او بل دا جی اسلامي علوم ټول په عربی کی دی نو که څوک غواړي جی دین ته خدمت وکړي نو کوشش دی وکړی جی عربي ژبه زده کړي خو دا چی د اسلام سره په ټکر کی خلک دا کوشش کوی چی عربی ژبه صرف عربو ته منسوب کړي… نور لوستل »

عابر المهاجر

الدكتوراه تشرفت بكم وعلت .. بارك الله لكم في آتاكم .. ونفعكم .. وجعلها حجة لكم لا عليكم .. كما أسأله أن يجعلها رفعة لكم في الدارين .. وأن تكون لك مزيد عون على مزيد من الطاعة والعلم النافع .. وخدمة الإسلام في جميع ميادينه.. كنت ومازلت تسمو بمكانتك عندي .. ليتني تشرفت بحضور المناقشة .. ولك مني باقة ورد ملؤها التبريك والإجلال لشخصكم الكريم ..
بارك الله فيكم وسدد على درب الخير خطاكم .. وحفظكم من شر الأشرار وكيد الفجار ..

عابر المهاجر

في ما آتاكم ..

Back to top button
10
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x